د لاس رسي وړ اتصالات

امنیت شورا د ښځو په اړه د طالبانو د سیاستونو د بدلیدو غوښتنه وکړه


 
 

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د سه شنبې په ورځ مۍ ۲۴ (غبرګولي دریمه) د رایو په اکثریت د یوې بیانېې په تصویبولو سره له طالبانو وغوښتل چې په افغانستان کې د بشري حقونو او افغان میرمنو په وړاندې محدود کوونکي سیاستونه "ډیر ژر" بدل کړي.

د امنیت شورا دغه اقدام څو ورځې وروسته له هغه وشو چې طالبانو په افغانستان کې د تلویزیونونو ښځینه خبریالانو ته د تلویزیون پر مخ د راڅرګندیدو پرمهال د مخ د پټیدو امر کړ.

په دغه بیانیه کې چې د ناروې له خوا وړاندې شوه د امنیت شورا ۱۵ غړو هیوادونو ویلي چې هغوی په خاص ډول د طالبانو له خوا په هغو محدودیتونو اندیښمن دي چې " تعلیم، کار ، تګ راتګ، او په عادي ژوند کې د میرمنو بشپړ، برابر او معنی داره ګډون محدودوي."

امنیت شورا ویلي هغوی پر طالبانو غږ کړی دی چې پر بشري حقونو او د افغان میرمنو او نجونو په اساسي ازادیو لګیدلي محدودیتونه او پالیسي ګانې ډیر ژر بیرته بدلې کړي.

یادې شورا له طالبانو غوښتي دې چې له ځنډ پرته د ټولو نجونو لپاره ښوونځي پرانیزي. دغې شورا همدارنګه د ټلویزیونونو په ګډون په عام محضر کې د میرمنو د مخونو د پټیدو د اعلان په اړه د طالبانو په اقدام "ژوره اندیښنه" ښودلې ده.

امنیت شورا کې د یو شمیر دیپلوماتانو په وینا، ددغې بیانیې متن چې د کابو دوو اوونیو راهیسې پرې کار روان و، هغه مهال له خنډ سره مخ شو چې چین او روسیې د بشري حقونو پر مسئلې له تمرکز سره مخالفت وکړ.

د امنیت شورا په دې سند کې همدارنګه د افغانستان د بشري، سیاسي، اقتصادي، اجتماعي او امنیتي مسایلو په ګډون د هغه هیواد د نارام وضعیت اړه هم "ژوره اندیښنه" څرګنده شوې ده.

بیانیې د افغانستان د مالي‌ او بانکي سیستم د بیرته احیا کیدو تر څنګ په خاص ډول د نشه یي توکو قاچاق او ترهګریز بریدونو ته چې ملکي کسان په نښه کوي، اشاره کړېده.

XS
SM
MD
LG