د لاس رسي وړ اتصالات

ازبیکستان د افغانستان په اړه 'یو نړیوال کنفرانس' جوړوي 


د ازبیکستان د بهرنیو چارو وزارت
د ازبیکستان د بهرنیو چارو وزارت

د ازبکستان د حکومت یو لوړ پوړی چارواکی وایي، تاشکند په پام کې لري چې د راتلوونکي جولای میاشتې په وروستیو کې د افغانستان په اړه یو نړیوال کنفرانس جوړ کړي.

د تاشکند ټایمز د رپوټ له مخې د ازبکستان بهرنیو چارو وزارت موقت وزیر ولادیمیر نوروف د مستقلو هیوادونو د ګډو ګټو ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو غونډې ته په وینا کې ویلي چې ددې کنفرانس تمرکز به پر سیاسي ثبات، امنیت او اقتصادي مسایلو وي.

د طالبانو حکومت تراوسه لا د دغه احتمالي کنفرانس د جوړیدو په اړه څه نه دي ویلي .

د سیاسي چارو یو شمیر افغان کارپوهان وایي چې د منځنۍ اسیا هیوادونه په افغانستان کې د سخت دریځو ډلو د فعالیت او له دغه هیواد څخه خپلو هیوادونو ته د دغو ډلو د نفوذ څخه اندیښنه لري.

د نړیوالو اړیکو یو استاد سید جواد سجادي په دې باور دی چې تر هغې چې په تاشکند د احتمالي جوړیدونکي کنفرانس اجندا او د ګډون کوونکو په هکله معلومات نه وي خپاره شوي د دې کنفرانس د پایلو په اړه قضاوت کول به مخکې له وخت څخه وي.

ښاغلی سجادي وایي چې په کنفرانس کې د هیوادونو ګډون هم د کنفرانس د پریکرو لپاره او هم دا چې کنفرانس یوازې په اخلاقي مسلو باندې خبرې کوي او سپارتنې کوی که په عملي مسلو هم غږیږي چې د دغو مسلو د معلومیدو وروسته د کنفرانس په اړه وړاندوینه کیدلی شي.

د سیاسي علومو دا کارپوه وایی چې نړۍ د اوکرین له جګړې وروسته ویشل شوې ده چې د کنفرانس پر پریکړو د ګډونوالو موافقه هم د کنفرانس د پریکړو په عملي کیدو کې رول لوبولی شي.

د نړیوالو اړیکو یو بل کارپوه سرور جعفري وایي چې د افغانستان شمالي ګاونډیان افغانستان کې د اسلامي سخت دریځۍ ته مناسب بستر ته په کتنې د خپلو هیوادونو د امنیت په اړه اندیښنې لري.

ښاغلی جعفري وایي، د منځنۍ اسیا هیوادونه د دغو اندیښنو له امله هڅه کوي د ګډو تړونونو او ډله ییزو اقداماتو له لارې له افغانستان څخه خپلو هیوادونو ته د سخت دریځۍ د تفکر او امنیت ستونزو د غځیدلو مخه ونیسي.

ښاغلي جعفري وویل: "خو د افغانستان په اړه تیرې غونډې او د سیمې هیوادونو چې کومې غونډې دمخه جوړې کړي او حتی ځیني نړیوالې غونډې چې ملګروملتونو لرلې د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا په ګډون ځینو نړیوالو سازمانو لرلې، کوم ځانګړی پیغام یې نه لره".

د نړیوالو اړیکو دغه کارپوه په دې نظر دی چې د افغانستان په دننه کې د ښځو د حقونو په ګډون د بشري حقونو او نورو مسلو ته باید دننه په دغه هیواد کې د حل لار ولتول شي.

د سیاسي چارو یو کارپوه شهزاده مسعود وایي چې هر کنفرانس چې د افغانستان د وضعیت د ارزولو لپاره جوړیږي اهمیت لري خو په دې شرط چې پریکړې یې عملي وي او د افغانستان په اړه په سیمه او نړۍ کې یوه همغږې رامنځ ته کړي.

XS
SM
MD
LG