د لاس رسي وړ اتصالات

امنیت شورا افغانستان کې د یوناما د ماموریت د غځیدو په تړاو غونډه کوي


عکس: ارشیف - د امنبت شورا غونډه
عکس: ارشیف - د امنبت شورا غونډه

ټاکل شوې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړي به په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستنیدویه پلاوي د دفتر "یوناما" ماموریت د یو بل کال لپاره د غځولو په سر د چهارشنبې په ورځ مارچ شپږم (کب۱۶) خبرې وکړي.

د ملګر ملتونو د عمومي منشي ویاند سټیفن دوجاریک د سه شنبې د ورځې ناوخته نیویارک کې خبریالانو ته وویل چې ددې ترڅنګ به افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې او د یوناما مشره روزوا اوتنبایوا هم د دغې غونډې په یوه برخه کې ددغه هیواد د وضعیت په اړه خپل راپور وړاندې کړي.

ملګرو ملتونو تیر کال د امنیت شورا د یوناما ماموریت د مارچ د روانې میاشتې تر ۱۷ نیټې پورې غځولی وو. افغانستان کې د ۲۰۰۲ کال راهیسې یوناما فعالیت پیل کړی او د هغې نیټې راهیسې د ملګرو ملتونو امنیت شورا غړي هرکال د ملګرو ماتونو د مرستندویه پلاوي دفتر "یوناما" ماموریت د غځولو لپاره په دغې شورا کې رایې ورکوي.

تیرکال د امنیت شورا په پنځلسو موافقو رایو سره په افغانستان کې د یوناما ماموریت غځولی وو.

همداشان ټاکل شوې چې د امنیت شورا د چهارشنبې د ورځې غونډې ته روزوا اوتنبایوا د افغانستان د وضعیت په اړه خپل درې میاشتنی راپور هم وړاندې کړي.

دا په روان ۲۰۲۴ کال کې د افغانستان د وضعیت په اړه د یوناما لومړنی راپور دی.

د یوناما مشرې روزوا اوتنبایوا دغې شورا ته خپل وروستی راپور د تیر ۲۰۲۳ کال د دسمبر د میاشتې په ۲۰ (لیندۍ۲۹) وړاندې کړی و.

د طالبانو حکومت تیرکال د یوناما د ماموریت د غځولو په اړه د امنیت شورا پریکړې هرکلی کړی و. خو د طالبانو حکومت افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د ځانګړي استازي د ټاکلو سره مخالفت کړی دی.

ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیوګوتیرش د امنیت د شورا د ۲۷۲۱ پریکړه لیک پر اساس ټاکل شوې افغانستان لپاره خپل ځانګړی استازی وټاکي.

د ملګر ملتونو د عمومي منشي ویاند سټیفن دوجاریک تیره اونۍ خبریالانو ته وویل چې عمومي منشي لا هم د ځانګړي استازي د ټاکلوپر سلامشورې کوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG