د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري او د مهاجرت نړیوال سارمان له پاکستان څخه د افغان کډوالو او پناه غوښتونکو د اېستلو د نوي پلان په اړه اندېښنه ښودلې ده.
تېره اونۍ د پاکستان صدراعظم شهباز شریف له پاکستان څخه د شاوخوا دریو میلیون افغان کډوالو د اېستلو پلان تصویب کړ. په دغه پلان کې ټول اسناد لرونکي او اسناد نه لرونکي کډوال او هغه پناه غوښتونکي شامل دي، چې د طالبانو له راتګ وروسته له کابل څخه تښتېدلي او بل هېواد ته د تګ لپاره په اسلام اباد کې خپلو ویزو ته منتظر دي.
امریکا غږ د پاکستان حکومت دا پلان لیدلی دی. د دغه نوي پلان په لومړۍ مرحلې کې به افغان کډوال له اسلام اباد او راولپنډۍ څخه اېستل کېږي او افغانستان ته تر ستنولو مخکې په ټاکل شویو کمپونو کې ځای په ځای کېږي. د دغه پلان په اړه به عمومي اعلان نه کېږي.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري او د مهاجرت نړیوال سامازن په یوې ګډې اعلامیې کې ویلي دي چې هغوی بل موقعیت ته د افغان کډوالو «د انتقال د بڼې او مودې په اړه وضاحت» غواړي.
د پاکستان لپاره د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ استازي فلیپا کانډلر وویل: «افغانستان ته په زوره شړل به د ځینو خلکو ژوند له مخ په زیاتېدونکي خطر سره مخامخ کړي. موږ په پاکستان کې باندې ټېنګار کوو، چې (د کډوالۍ) اسنادو ته له کتو پرته، له خطر سره مخامخو افغانانو ته مصونیت برابر کړي.»
په اسلام اباد کې د مهاجرت د نړیوال سازمان د ماموریت مشرې میو ساتو وویل چې د هغوی اداره ژمنه ده چې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري او د پاکستان له حکومت سره د افغان کډوالو د ثبتولو، مدیریت او امنیتي پلټنې په برخو کې کار وکړي.
هغه وویل: «دا به د هغو افغانانو ته، چې ضرورت لري، نړیوال خوندیتوب او نورو افغانانو ته چې په دغه هېواد کې له ډېر وخت راهېسې ټولنیز-اقتصادي او کورنۍ روابط لري، د مناسبو حل لارو دروازه پرانیزي.»
دغو ادارو د پاکستان له حکومت څخه غوښتي دي، چې د دغه پلان په تطبیق کې د بشري حقونو معیارونه په پام کې ونیسي. دوی همدغه راز له اسلام اباد څخه غوښتي دي، چې د قانوني او اقتصادي کډوالو په اړه دې مناسب مراحل په پام کې ونیسي، په دغې برخې کې هغه کډوال هم شامل دي، چې د کډوالو د نړیوالې ادارې په همکارۍ د پاکستان حکومت ورته «افغان تابیعت کارتونه» ورکړل شوي. د دوی شمېر ۸۰۰زرو ته رسي.
پاکستان کې دا مهال ۱.۴ میلیون افغان کډوالو ته، چې د اوسېدو قانوني اسناد لري، د روان ۲۰۲۵ کال د جون تر ۳۰مې نېټې پورې د اوسېدو اجازه ورکړه ده. دوی به د دغه پلان په دویمې مرحلې کې له اسلام اباد او راولپنډۍ څخه واېستل شي.
د پاکستان صدراعظم شهباز شریف همدغه راز ویلي دي، چې لارښونه یې کړې د دغه پلان په درېیمې مرحلې کې دې تقریبآ ۴۰۰زره افغانان د مارچ تر ۳۱ نېټې پورې د پاکستان له دغو دوو لویو ښارونو څخه واېستل شي او که نور هېوادونه یې د پناه غوښتنې مراحل ژر بشپړ نه کړي، د هغوی د اېستلو تدابیر دې هم ونیول شي.
د ملګرو ملتونو ادارې او طالبان وايي چې له ۲۰۲۳ کال راهېسې ۸۰۰زره افغان کډوال یا په خپله خوښه او یا په زوره له پاکستان څخه خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
په پاکستان کې د ځینو مېشتو افغان کډوالو غبرګون
له امريکا غږ سره په خبرو کې یو شمېر افغان کډوالو د پاکستان حکومت د اوسني اقدام په اړه خپګان ښودلی دی.
له اسلام اباده علي خان وايي: «دلته دا حال دی چې پوليس افغانې ميرمنې او سړي نيسي او د پنډۍ حاجي کمپ ته يې وړي چې بيا يې د تورخم پر پوله واړوي.»
نوموړي د فبرورۍ په پنځمه ( سلواغې په ١٧) امريکا غږ ته وويل،:"دلته د کورونو تقدس تر پښو لاندې کيږي، که له یوچا سره کارت وي او که نه خو پوليس يې نيسي او بندي کوي يې، چې وروسته له هغه يې پر تورخم طالبانو ته په لاس ور کړي. "
له پېښوره رويا وايي: «په پېښور کې ثبت افغانانو ته هېڅ ستونزه نشته او که د چا ويزه ختم هم وي نو له هغوی سره د پوليسو چلند ډېر ښه دی.»
خو له کوبټې څخه افغان هنرمند کاظم خان وايي، دلته چې کوم هنرمند کارت و نه لري نو پوليس يې نيسي او ځوروي يې.
کاظم د فبرورۍ په پنځمه ( سلواغې په ١٧) امريکا غږ ته وويل: «که هنرمندانو ته په افغانستان کې خطر نه وای نو پاکستان ته به نه راتلل او چې راغلي يو نو بايد د انساني همدردۍ پر بنسټ دې راته دلته د اوسېدو اجازه راکړي ځکه چې افغانستان ته بيرته تلل مرګ ته تلل دي.»
له کراچۍ ښاره يوه افغان کډوال سعيد خان امريکا غږ ته وويل، دوی ته حکومت هېڅ ستونزه نه ده جوړه کړې او په ازاده توګه کار کوي. نوموړي زياته کړه: "کوم افغان کډوال چې کارتونه لري نو هغوی ته پوليس له پاکستان څخه د تلو لپاره هيڅ نه وايي البته څوک چې اسناد نه لري نو هغه خو د نړۍ په هر هېواد کې نه پرېږدي.»
پاکستاني چارواکي ادعا کوي، چې په دغه هېواد کې په جنايي جرمونو او د نا امنیو په پېښو کې افغان کډوال دخېل دي. د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري او د مهاجرت نړیوال سامازن د هغو اندېښنو او ننګونو په اړه اندېښمن دي، چې اسلام اباد ورسره مخامخ دي او کډوال باید د اړوند هېواد د قانون تابع وايي.
دا ادارې وایي چې په پاکستان کې په «لوی اکثریت افغان کډوال د قانون تابع دي او د هغوی وضعیت باید د بشري حقونو له پلوه» وکتل شي.
دا مطلب د امریکا غږ د خبریالانو ایاز ګل او قاسم خان مندوخېل د راپورونو په اساس لیکل شوی.
فورم \ دبحث خونه