د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې زیږیدلو افغانانو ته ددغه هیواد تابعیت نه ورکول کېږي


د نادرا دفتر ویلي، که د یوه بهرني هیواد یو وګړي له یوه پاکستاني وګړي سره واده کړی وي نو خپله نکاح نامه، د خپل پلرني هیواد د مور پلار کارتونه دې په دغه دفتر کې ثبت کړي نو د هغوی د پي او سي کارت بهیر به پیل شي.
د نادرا دفتر ویلي، که د یوه بهرني هیواد یو وګړي له یوه پاکستاني وګړي سره واده کړی وي نو خپله نکاح نامه، د خپل پلرني هیواد د مور پلار کارتونه دې په دغه دفتر کې ثبت کړي نو د هغوی د پي او سي کارت بهیر به پیل شي.

د نړۍ په ‌ډېرو هیوادونو کې پناه اخیستوونکو ته تر يو څو کلونو وروسسته د هغه هیواد تابعيت ورکول کیږي، خو پاکستان د پناه اخیستونکو لپاره داسې هیڅ قانون نه لري.

مسکان خټک چې د خدايي خدمتګار د شاعر او د راډيو د پخواني وياند اروښاد سرور خټک مېرمن وه، وايي مور، خويندې او وروڼه یې د خيبر پښتونخوا ايالت په چکدره ښارګوټي کې پیدا شوي دي خو لاهم ورته د پاکستان دولت تابعیت نه ورکوي.

له امریکا غږ سره په خبرو کې هغې وویل، ۱۲ کاله وړاندې یې د نوښار له سرور خټک سره واده کړی وو خو تر اوسه یې نکاح نامه هم نه ده راجستر شوې.

نوموړې زياته کړه: "له ملاکنډ پوهنتون مې څوارلسم پاس کړ او بیا مې په علامه اقبال پوهنتون کې داخله واخيسته خو د پاکستان د قانون له مخې زه سرکاري نوکري نشم کولای چې د خپلې ماشومې لور ساتنه وکړم. او نه هم په خپل نوم جایداد اخيستلای شم."

په ټيکسلا کې میشت يوبل افغان کډوال نعمت الله، چې د خيبر پښتونخوا ايالت په هري پور کې زيږېدلی دی، وايي دوه ودونه یې کړي دي او دواړه ميرمنې یې پاکستانۍ دي چې يوه یې پښتنه او بله پنجابۍ ده.

هغه د فبروري اول ( سلواغه ١٣) امريکا غږ ته وويل، په پاکستان کې زېږيدلی دی، په دې هېواد کې یې ودونه کړي دي خو تر اوسه نه ده او نه یې هم کوچنيانو ته د پاکستان تابعت ورکړل شوی دی.

نوموړی وايي، "په نادرا کې مې د ماشوتوب فارم نه جوړيږي نو په دې خاطر زما بچي د ښوونځي له زده کړو بې برخې دي."

نعمت الله زیاتوي، "موږ د پېښور په عالي محکمه کې عریضه هم کړی وه، او ګټلې مو هم وه ځکه چې د محکمې قاضي زموږ په حق کې فيصله کړې وه او د پاکستان حکومت ته يې امر کړی وو چې زموږ لپاره دې د پي او سي کارت صادر کړي خو تر اوسه مو کارتونه نه دي جوړ شوي. "

دی وايي که یې پوليس ونيسي او افغانستان ته یې واړوي نو دواړه ميرمنې او ماشومان به یې په پاکستان کې يواځې پاته شي.

د پنجاب ایالت په پينډۍ ښار کې میشته د افغانستان حنا لطيف هم ورته کیسه لري. هغې ۱۳ کاله وړاندې له يو پنجابي کس سره واده کړی دی او له هغه يې څلور ماشومان دي خو لاهم تابعیت نه لری.

هغه وايي، "د هرې محکمې دروازه مې ټکولې ده خو تر اوسه مې غږ نه دی اورېدل شوی."

حنا لطیف زياته کړه، "د پاکستان د شناختي کارت محکمې نادرا په دفتر کې مې خپل اسناد جمع کړل او درخواست مې ورکړ نو هغوی راته ويل چې د استخباراتي ادارو له راپور پس به پي او سي کارت در کوو. "

حنا لطیف اجازه نه لري چې په پاکستان کې بانکي حساب پرانیزي او نه په هغه هېواد کې نوکري‌ کولای شي او نه هم د موټر چلولو لایسنس ورکول کېږي.

دې درې واړه افغانانو د پاکستان پر حکومت غږ وکړ چې دوی ته دې تابعیت ورکړل شي چې له خپلو بچیانو سره یو سوله ییز ژوند تېر کړي.

خو په اسلام آباد کې د سترې محکمې یو وکيل بخت بيدار بیا هغه افغانانو ته چې په عالي او ستره محکمه کې یې قضیې ګټلې دي نو هغوی دا حق لري چې د هغه پاکستاني چارواکو پرضد په محکمه کې عریضه وکړي چې د محکمې له امر څخه یې سرغړونه کړې ده.

په اسلام آباد کې د نادرا دفتر يوه چارواکي مفتاح الدين له امریکا غږ سره په خبرو کې وویل، که د یوه بهرني هیواد یو وګړي له یوه پاکستاني کس سره واده کړی وي نو خپله نکاح نامه، د خپل پلرني هیواد او مور پلار کارتونه دې د دوی په دفتر کې جمع کړي نو د هغوی د پي او سي کارت بهیر پیل شي.

نوموړي زیاته کړه چې د افغانانو په اړه مالومات نه لري چې د هغوی لپاره جلا قانون دی که څنګه.

یاده دې وي چې د تېرې جنورۍ میاشتې پر ۲۷ نېټه پښتونخوا ملي عوامي ګوند د بلوچستان ایالت مرکر کوټه کې د پښتنو د یوې ولسي جرګې په یوه اعلامیه کې د پاکستان له حکومته غوښتنه وکړه چې په دې هېواد کې زیږیدلو افغانانو ته دې د دې هېواد د تابعیت حق ورکړي. خو د پاکستان حکومت لاهم په دې اړه رسمي دریځ نه دی څرګند کړی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG