د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: روسیه د کاخوفکا مات شوي بند قربانیانو سره د مرستو مخه نیسي


ملګرو ملتونو د یکشنبې په ورځ جون ۱۸(جوزا ۲۸) روسیه باندې تور ولګوه، چې لا هم هغو کسانو ته د بشري مرستو د رسولو مخه نیسي، چې د کاخوفکا د بند د تخریب له امله زیانمن شوي دي.

د کاخوفکا بند د جون په شپږمه تخریب شو. ددې بند ماتیدل ددې لامل شو چې د خرسون د سیمې لویه برخه، چې د روسیې او اوکراین تر کنټرول لاندې ده د اوبو لاندې شي او زرګونه کسان د خپلو کورونو پریښودلو ته اړ شي.

همداشان د دغه بند تخریب د چاپیریال ساتنې په برخه کې د یو ناورین د پیښیدو سبب شوی دی.

اوکراین لپاره د ملګروملتونو د بشري مرستو د چارو ویاند ډنیز براون ویلي، چې د روسیې د حکومت څخه یې غوښتي چې دغې سیمې ته د لاسرسي لپاره اجازه ورکړي، خو د مسکو چارواکو دا غوښتنه رد کړې ده.

ډنیز براون وویل، چې ملګري ملتونه د کاخوفکا د بند د تخریب له امله د زیانمنو شویو کسانو په ګډون اړو کسانو ته د مرستو د رسولو لپاره به د خپل توان په حد کې هڅې وکړي.

همداشان براون وویل: "مونږ له روسي چارواکو غواړو، چې د نړیوالو بشري قوانینو پر اساس پرخپلو ژمنو باندې عمل وکړي."

د روسیې تر کنټرول لاندې سیمو کې چارواکو وویل، چې د کاخوفکا د بند د ماتیدو د پیښې د قربانیانو شمیر ۲۹ ته لوړ شوی دی.

خو د اوکراین په پایتخت کیف کې چارواکو وویل، چې د بند د ماتیدو په پیښه کې د مړه شوو کسانو شمیر ۱۶ تنو ته رسیږي او ۳۱ تنه نور لا تراوسه لادرکه دي.

اوکرایني چارواکو د کاخوفکا د بند د ماتیدو تور، چې د دنیپر د سیند په اوږدو کې جوړ شوی په مسکو اچولی دی، خو روسیې کیف د بند په تخریبولو تورن کړی دی.

XS
SM
MD
LG