د لاس رسي وړ اتصالات

سپینه ماڼۍ: روسیه هڅه کوي ایراني ډرون الوتکې په خپله خاوره کې تولید کړي


د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي
د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي

سپینه ماڼۍ وايي چې روسیې نه یوازې له ایران څخه سلګونه بې پیلوټه الوتکې ترلاسه کړي، بلکې هڅه کوي چې د ایران په همکارۍ په خپله خاوره کې د دغو بې پیلوټه الوتکو تولید پیل کړي چې دا د دواړو هېوادونو ترمنځ د پوځي همکاریو د ژورېدو نښه ده.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي د جمعې په ورځ جون نهمه (غبرګولي ۱۹) د امریکا د استخباراتي ادارو د معلوماتو په حواله وویل: "داسې ښکاري چې د روسیې او ایران ترمنځ پوځي همکاري ژوره شوې ده."

امریکا غږ ته په یوه استول شوي بیان کې ښاغلي کربي ویلي: "موږ داسې اطلاعات لرو چې روسیه له ایران څخه په روسیه کې د ډرون الوتکو د تولید د کارخانې د جوړولو لپاره د اړتیا وړ توکي ترلاسه کوي. کیدای شي دا فابریکه به د راتلونکي کال په لومړیو کې په بشپړه توګه فعاله شي."

هغه زیاته کړه چې روسیې په دې وروستیو اونیو کې په کیف د حملې او د اوکرایین د خلکو ترمینځ د وحشت د ایجادولو لپاره په پرله پسې ډول د ایراني ډرون څخه کار اخیستی دی او داسې ښکاری چې د روسیې او ایران ترمینځ پوځی ملګرتیا د پخوا په نسبت نوره هم پراخه شوې ده.

سپینې ماڼۍ د مسکو ختیځ په ۹۰۰ کیلومترۍ کې د البوګا په ځانګړې اقتصادي سیمه کې د دې فابریکې د احتمالي موقعیت او د ایران د امیرآباد بندر له لارې د روسیې د ماخچ کلا بندر ته د موادو د لیږد د لارې د سټلایټ انځورونه خپاره کړي دي.

کربي وویل چې د امریکا د اطلاعاتو پر بنسټ دغه ډرونونه په ایران کې تولید شوي او د کسپین سمندرګي له لارې روسیې ته لېږدول کیږي او د اوکراین پر ضد د روسیې ځواکونو له خوا کارول کېږي.

واشنګټن اټکل کوي چې روسیې له ایران څخه په سلګونه یرغلګرې ډرون او اړوند تجهیزات ترلاسه کړي چې د اوکراین پر ضد جګړه کې ترې کار واخلي.

کربي په دې باندې په ټینګار سره چې روسیې ته د ډرونونو انتقال "د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له تصویب پرته" ترسره شوي، د روسیې او ایران کړنې یې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له مکلفیتونو څخه "ښکاره سرغړونه" وبلله او وویل: "موږ له خپلو متحدینو او ملګرو ملتونو سره په همکاري هڅه کوو چې روسیه او ایران ددې کار حساب ورکړي."

هغه همداشان زیاته کړه: "مونږ به د هغو کسانو خلاف بندیزونو ته دوام ورکړو چې روسیې ته په اوکرایین کې د استفادې لپاره د ایران د پوځي تجهیزاتو په لیږد ښکیل دي. اوسمهال مونږ په روسیې، ایراني او د دریم هیواد په عناصرو یوشمیر بندیزونه لګولي دي چې په دې فعالیت کې ښکیل دی."

د سپینې ماڼۍ په وینا، ایران په خپل وار له روسیې څخه د ملیاردونو ډالرو په ارزښت د سو-۳۵ جنګي الوتکو، بریدګرو هلیکوپټرو، رادارونو او د YAK-130 جنګي روزنیزو الوتکو هڅه کوي.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د شورا ویاند همداشان وویل چې متحده ایالات به د سوداګرۍ او نورو حکومتونو لپاره د ایران د ډرون الوتکو په پروګرام کې د ګډون د خطرونو او د هغو غیر قانوني لارو چارو په اړه چې تهران یې ددغو ډرون د پرزو د اخیستلو لپاره کاروي، د ښه درک په مفصد یوه نوې مشوره صادره کړي. دا مشوره له حکومتونو او سوداګرو سره مرسته کوي چې داسې ګامونه پورته کړي ترڅو ډاډ ترلاسه کړي چې دوی په غیر ارادي ډول د ایران د ډرون د پروګرام ښکار نشي.

په تېرو کلونو کې د ایران د ډرون او میزایلي فعالیتونه د تهران په اړه د لویدیځو هېوادونو د اندېښنو یو له جدي لاملونو څخه وو او د دې هېوادونو له خوا پر ایران د څو بندیزونو د لګولو لامل شوي دي.

XS
SM
MD
LG