د لاس رسي وړ اتصالات

متقي: نړیوال دې افغانستان لپاره موازي ميکانيزمونه نه جوړ‌وي


د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا سره په کتنه کې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د افغانستان لپاره دې د موازي ميکانيزمونو د جوړولو څخه ډډه وکړي.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې چې د یکشنبې په ورځ نومبر۲۶( لیندۍ پنځم) خپره کړې ویلي چې نړیواله ټولنه دې‌ له افغانستان سره تعامل وکړي.

په اعلامیه کې ویل شوي:" افغانستان د هر ډول بين الدولي قضاياو د بحث له پاره يوازینې مشروع او باصلاحيته ادرس لري، نو ځکه د نړۍ هيوادونو او سازمانونو ته په کار دي چې د خپلو منل شويو او رسمي ادرسونو له لارې له افغانستان سره تعامل وکړي او د موازي او اضافي ميکانيزمونو د ايجاد پر ځای په افغانستان کې خپل موجوده ميکانيزمونه تقويه کړي".

ددغې اعلامیې له مخې امیرخان متقي ویلي چې په افغانستان کې جګړه په بشپړه توګه پای ته رسېدلې، نو غوره به وي چې ملګري ملتونه او نړيواله ټولنه د امنيت، اقتصاد، حکومتولۍ، له مخدره موادو سره مبارزې او نورو برخو کې د طالبانو حکومت د لاسته راوړنو د هڅونې او ملاتړ، او د اقتصادي بنديزونو، د افغانستان بانک کنګل شويو شتمنيو، او د افغانستان پر خپلو پښو درېدلو په څېر حادو مسائلو پر حل تمرکز وکړي.

یوناما د اېکس په ټولنیزه شبکه کې ددې کتنې په اړه لیکلي چې د میرمن روزا اوتنبایوا او د یوناما د مرستیال مارکس پوتزل سره د امیرخان متقي په کتنه کې د ستنیدونکو افغان کډوالو، د افغانستان د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د ځانګړي همغږي کوونکي او خپلواک ارزوونکي فریدون هادي سينيرلي اوغلو د راپور، زده کړو او کار ته د ښځو او د نجونود بشپړ لاس رسي په ګډون د ښځو او نجونو د حقونود خوندیتوب په اړه خبرې کړي دي>

دمخه ځینو سیمه ییزو رسنیو ویلي و، چې د طالبانو حکومت د سينيرلي اوغلو د راپور سره مخالفت ښودلی دی.

ښاغلی سينيرلي اوغلو د روان ۲۰۲۳ کال د اپریل په میاشت کې د ملګروملتونو د عمومي منشي انتونیو ګوتیرش له خوا د افغانستان په چارو کې د ځانګړي همغږي کوونکي او خپلواک ارزونکي په توګه ټاکل شوی دی.

د سیمه ییزو رسنیو د راپور له مخې ښاغلي سينيرلي اوغلو ملګروملتونو ته په خپل ترتیب کړي راپور کې چې تراوسه په رسمي ډول نه دی خپور شوی افغانستان لپاره د ځانګړې استازې د ټاکلو، د سولې د خبرو پیل، ټولشموله حکومت او د افغانستان په ادارو کې د ښځو په مشارکت باندې ټینګارکړی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG