د لاس رسي وړ اتصالات

ملګرو ملتونو په افغانستان کې د فعال بانکي سیستم پر اړتیا ټینګار کړی


 ډیبرالاینز د یوناما مشره
ډیبرالاینز د یوناما مشره

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې ډیبرا لاینز، د افغانستان د مرګزي بانک له مقاماتو سره په کتنه کې په افغانستان کې د فعال بانک سیستم په اړتیا ټینګار کړی دی.

افغانستان بانک د چهارشنبې د ورځې ناوخته د فبرورۍ ۲۳ ( حوت څلورم) په یوه اعلامیه کې، چې د دغه بانک د ټویټر په پاڼه خپره شوې ویلي، ددې بانک سره په کتنه کې میرمن لاینز افغانانو سره د ملګروملتونو د نغدو پیسو د مرستې په برابرولو ټینګار کړی دی.

میرمن ډیبرا لاینز ویلي هڅه کوي، چې د مختلفو ادارو سره د افغانستان د بانکونو له لارې د راکړې ورکړې په هکله خبرې وکړي، ترڅو په اسانۍ سره افغانانو سره د ملګروملتونو بشري مرستې دوام ومومي.

یوناما ویلي چې "د افغانستان بانک او د ملګروملتونو د لوړپوړو چارواکو ترمنځ په نننۍ کتنه کې ډیبرا لاینز د بشري مرستو په رسولو او پیسو ته د افغانانو لاسرسی چې هغوی پرې خپلو کورنیو ته خواړه برابر کړي او کاروبار پرې وکړي د بانکونو د فعال سکټور د رول یادونه وکړه".

په دې کتنه کې د افغانستان بانک سرپرست محمد ادریس د ملګروملتونو د بشري مرستو د ستایلو ترڅنګ افغانانو سره د دغو بشري مرستو د دوام غوښتنه هم کړې ده.

ښاغلي ادریس وویل، چې ملګري ملتونه باید افغانانو سره خپلې نغدي مرستې د بانکونو له لارې وکړي.

دا کتنه په داسې حال کې شوې چې ملګروملتونو د روانې اونۍ په سر کې افغانستان ته د خپلو نغدو مرستو په شپاړسمه جوپه کې ۳۲ میلیونه ډالره کابل ته انتقال کړي او د افغانستان نړیوال بانک "آی اې بي" ته یې سپارلي دي.

د روانې میلادي میاشتې فبرورۍ په لومړیو کې د ملګروملتونو د انکشافي پروګرام " یو این ډي پي" د افغانستان د دفتر یو چارواکي پر افغانستان بانک باندې تور پورې کړی وو، چې دا بانک د ملګروملتونو نغد ډالر په افغانیو نشي بدلولی چې له امله یې د ملګروملتونو د ادارو د بشري مرستو پروګرامونه د ستونزو سره مخ شوي دي.

خو د افغانستان بانک د ملګروملتونو د انکشافي ادارې " یو این ډي پي" د افغانستان د دفتر د دغه چارواکي څرګندونې ناسمې بللې وې او ویلي وو، چې تراوسه د ملګروملتونو هیڅ کومې ادارې ورته ډالر پر افغانیو د بدلولو لپاره نه دي سپارلي.

د تیر ۲۰۲۱ میلادي کال د اګست په پنځلسمه افغانستان کې واک ته د طالبانو د رسیدلو سره سم امریکا متحده ایالاتو د افغانستان بانک شاوخوا نهه نیم میلیارده ډالرو زیرمې کنګل کړې، چې له امله یې افغانستان بانکي سیستم د بحران سره مخ شو. د امریکا د حکومت د دغه اقدام وروسته افغانستان ته د بانکونو له لارې د پیسو انتقال د ستونزو سره مخ شوی دی.

ملګروملتونوماشومانو د ملاتړ ادارې" یونیسف" په روانه میاشت کې په افغانستان کې ښوونکو سره د نغدو مرستو یو پروګرام پیل کړی چې له مخې به یې شاوخوا ۱۹۴ زره ښوونکي د دو میاشتو لپاره هره میاشت هر ښوونکی سل امریکايي ډالره ترلاسه کړي.

ملګرو ملتونو ګواښ کړی چې په روان ۲۰۲۲ میلادي کال کې به له ۲۳ میلیونو څخه زیات افغانان چې د افغاسنتا د نفوس ۵۵ فیصده کیږي د خوړو په برخه کې مرستو ته اړتیا ولري.

XS
SM
MD
LG