د لاس رسي وړ اتصالات

تیرو درې میاشتو کې ۵۷۳ ملکي افغانان وژل شوي ـ یوناما


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازوالي یا «یوناما» وايي، د روان ۲۰۲۱ کال په لومړۍ ربع کې په افغانستان کې د جګړو له امله ۱۷۸۳ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

یوناما نن چهارشنبه اپرېل ۱۴ (وري ۲۵) په خپل راپور کې ویلي چې د یادو ملکي کسانو له ډلې ۵۷۳ تنه وژل شوي او ۱۲۱۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

په راپور کې ویل شوي چې د ملکي وګړو په مرګ ژوبله کې د تیر کال همدې مودې ته په کتو ۲۹ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د یوناما د معلوماتو په اساس د ۲۰۲۰ کال د لومړۍ ربعې په پرتله د روان کال په لومړۍ ربعه کې د ښځو په مرګ ژوبله کې ۳۷ او د ماشومانو په مرګ ژوبله کې ۲۳ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

په راپور کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دیبرا لاینز له قوله ویل شوي: "د ملکي افغانانو په خاص ډول د ښځو او ماشومانو وژل کيدل او ټپي کيدل ډيره خواشينونکې ده. زه له ښکیلو اړخونو غواړم چې د مخنیوي لپاره یې په بیړه یوه لاره پیدا کړي."

یوناما د ۲۰۲۱ کال په لومړۍ ربع کې د ملکي تلفاتو د عمومي زیاتوالي عوامل تر ډیره د ځمکنیو جګړو، ځای پرځای شویو چاودیدونکو توکو او د هدفي وژنو زیاتوالی بللی دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازوالۍ په راپور کې د ملکي تلفاتو د ۶۱ سلنې مسؤلت د افغان حکومت ضد وسله والو مخالفینو، او ۲۷ سلنې مسؤلیت د حکومت پلوي ځواکونو باندې اچول شوی دی. چې له هغې جملې څخه د ټولو ملکي تلفاتو د ۴۳ نیم په سلو کې مسوولیت طالبانو او د ۱۷ سلنې مسؤلیت افغان امنیتي ځواکونو ته راجع کړی دی.

وسله والو طالبانو د ملکي تلفاتو په اړه د یوناما راپور رد کړی، خو افغان حکومت تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سیاسي استازوالۍ مشرې په افغانستان کې د ښکېلو اړخونو لخوا د تاوتریخوالي کمېدو غوښتنه کړې ده.

نوموړې زیاته کړې چې د سولې له هر ممکن فرصت څخه باید ګټه پورته شي او په وینا یې که په عاجله توګه د تاوتریخوالي کچه را ټیټه نشي، د زرګونو ملکي افغانانو وژنه به په ۲۰۲۱ کال کې هم دوام ولري.

دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وویل چې د روانې میاشتې په لومړیو ۲۲ ورځو کې ۶۰ ملکي وګړي د طالبانو بریدونو کې وژل شوي دي، خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG