د لاس رسي وړ اتصالات

یوناما: د طالبانو د امر بالمعروف په قانون اندېښمن یو؛ د خلکو فردي چلند محدودوي


د یوناما د اعلامیې له مخې روزا اوتنبایوا به د روان ۲۰۲۴ کال د سپټمبر په ۱۸ نیټه د افغانستان د وضعیت په اړه دامنیت شورا ته خپل راپور وړاندې کړي.
د یوناما د اعلامیې له مخې روزا اوتنبایوا به د روان ۲۰۲۴ کال د سپټمبر په ۱۸ نیټه د افغانستان د وضعیت په اړه دامنیت شورا ته خپل راپور وړاندې کړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی دفتر (یوناما) وايي چې د طالبانو د امر بالمعروف د نوي قانون په اړه اندېښمن دي او په دغه قانون کې یې په ښځو باندې په محدودیتونو انتقاد کړی دی.

د یوناما مشرې روزا اوتنبایوا د یکشنبې په ورځ اګست ۲۵( سنبلې څلورم) ددغه قانون په اړه په یوه اعلامیه کې ویلي چې دا قانون ‍د افغانانو لپاره د پام وړمحدودیتونه توضیح کوي.

روزا اوتنبایوا وویل: "دا د افغانستان راتلونکې لپاره یو زورونکی لید لوری دی چې محتسبین اختیاري واک لري چې د پراخو او کله ناکله د ناڅرګندوسرغړونود لست پر بنسټ هرڅوک وګواښي او توقیف یې کړي."

میرمن اوتنبایوا زیاته کړې : "دا د افغان میرمنواو نجونو پرحقونو باندې د نه زغملو وړ محدودیتونه لا پراخوي، ان له کوره بهر د ښځوغږ په ښکاره ډول اخلاقي سرغړونه ګڼل کېږي."

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې ویلي چې د قانون متن د افغانستان د مذهبي ټولنو بشپړې تنوع ته په کتوسره، د مذهبي ازادۍ په اړه اندیښنې له ځانه سره لري اوهمدارنګه لا نور محدودیتونه پکښې نغښتي دي چې د خبریالانو او رسنیوکار به هم اغیزمن کړي.

میرمن اوتنبایوا زیاته کړه چې له لسیزو جګړو او ناوړه بشرین ناورین څخه وروسته افغانان د ښه چلند مستحق دي، نه د داسې سخت چلند. هغې ویلي: "نړیواله ټولنه په ښه نیت سره هڅه کوي چې له حاکموچارواکو[طالبانو] سره په رغنده توګه دخیل شي. نړۍ غواړي افغانستان د سولې او سوکالۍ په لار کې وویني، چې ټول افغانان په کې د خپلې راتلونکې په ټاکلو کې برخه ولري، حقونه ولري اویوازې داسې نه وي چې د ډسپلین سپارښتنې ورته وشي. د افغانانو د حقونولا زیات محدودول او په دوامداره ویره کې ساتل به هدف ته رسیدل لا نور هم ګران کړي."

ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي دفتر ویلي چې یوناما نوی تصویب شوی قانون او د افغانانو لپاره یې پایلې او همدارنګه د ملګرو ملتونو او د هیواد لپاره پرنورو حیاتي بشري مرستو یې احتمالي اغیزې مطالعه کوي او د یوشمیرمادو اود پلي کیدو د پلانونو په اړه له حاکمو چارواکو څخه د توضیحاتو غوښتنه کوي.

ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي دفتر ویلي د لومړۍ بیا کتنې له مخې ،د قانون دوه مادې مثبت ګامونه بلل کیږي، یو یې له یتیمانوسره د ناوړه چلند منع کول اوبل یې د بچه بازي د دود منع کول.

یوناما په حاکمو چارواکو یوځل بیاټینګارکوي چې افغانستان د یودولت په توګه د بشري حقونو د اوو مهمو نړیوالو سندونو غړی دی. د امنیت شورا ۲۶۸۱ (۲۰۲۳) پریکړه لیک هم پر طالبانو غږ کړی چې ژر تر ژره هغه تګلارې او کړنې ودروي چې دښځواو نجونو له بشري حقونو او بنسټیزو ازادیوڅخه د دوی ګټه اخیستل محدودوي.

په دې اعلامیه کې ویل شوي چې لکه څرنګه چې د ملګروملتونو د امنیت شورا لخوا وظیفه ورکړل شوې، یوناما د بشري حقونو او دښځو د حقونواړوند مسایلو څارنې، راپور ورکولو اوښکیلتیا ته دوام ورکوي اوله حاکمو چارواکو سره یې مستقیم بحثونه روان ساتلي دي.

ددې اعلامیې له مخې میرمن اوتنبایوا به د سپټمبر په ۱۸ نیټه د افغانستان د وضعیت په اړه دامنیت شورا ته خپل راپور وړاندې کړي.

یوناما ته د امنیت شورا د ۲۶۲۶ (۲۰۲۲) پریکړه لیک له مخې ماموریت ورکړل شوی چې د۲۶۷۸ (۲۰۲۳) پریکړه لیک او۲۷۲۷ (۲۰۲۴) پریکړه لیک له مخې یې ماموریت تمدید شوی دی.

دغه ماموریت یوناما ته دنده سپاري چې د بشردوستانه اصولو، بشري حقونو، د ښځو او نجونو د برابرۍ، ټول شموله حکومتولۍ، انعطاف او اقتصادي ثبات سره سم د بشردوستانه مرستو ملاړوکړي او ورته وده ورکړي او همدارنګه د افغانستان د سولې او ثبات په موخه له ټولو ملي، سیمه ییزو او نړیوالو ښکیلو اړخونو سره رغنده ښکیلتیا ولري.

د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوندزاده د روان ۲۰۲۴ کال د جولاې په ۳۱ د امربالمعروف نهی عن المنکر یو قانون توشیح کړ چې د طالبانو د امربالمعروف نهی عن المنکر وزارت محتسبینو ته ددې واک ورکوي چې په افغانستان کې د یو قانون له مخې د خلکو د اخلاقي کړنو څارنه وکړي.

دغه قانون کې چې د اګست د میاشتې په ۲۱ د طالبانو د عدلیې وزارت له خوا ددغه وزارت په انټرنیټي پاڼه خپور شوی، د څلور فصلونو او ۳۵ مادې لري.

ددغه قانون په ۱۳ ماده کې د ښځو غږ چې سندرې، نعتونه او قرأت په ‌کې شامل دي په مجموع کې په عام محضر کې لوړ غږ ویل یې هم عورت بلل شوي او منع شوي دي. همداشان په دې قانون کې د ښځو د مخ په ګډون د ټول بدن پټول هم ضروري ګڼل شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG