د لاس رسي وړ اتصالات

یوناما د نوي تعلیمي کال په پیل کې د افغان نجونو د تعلیمي مرکزونو په پرانیستلو ټینګار وکړ


نوی تعلمي کال پیل شو خو له شپږم ټولګي پورته نجونو ته بیا هم اجازه ورنکړل شوه
نوی تعلمي کال پیل شو خو له شپږم ټولګي پورته نجونو ته بیا هم اجازه ورنکړل شوه

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) په را روان تعلیمي کال کې د افغان نجونو او ښځو پر مخ د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازو پر خلاصولو ټینګار کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې یوه میاشت وروسته په افغانستان کې ۱۴۰۲ نوی تعلیمي کال پیل شي.

یوناما د سې شنبې په ورځ فبرورۍ ۲۱ (کب دوهمه) پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي په داسې حال کې چې یوه میاشت وروسته به په افغانستان کې نوی تعلیمي کال پیل شی، خو په خبره یې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې به لا د نجونو او ښځو پر مخ بندې وي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ زیاته کړې: "په یوه میاشت کې به په ټول افغانستان کې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې د نوي تعلیمي کال لپاره پرانیستل شي، خو د اوسني تصمیم پراساس به د میلیونونو نجونو او ښځو پر وړاندې بندې وي. دا عمل له بشري حقونو سرغړونه او ځان ته زیان رسول دي."

یوناما له واکمنو چارواکو غوښتي چې همدا اوس د ژوند خوندي کولو، معیشت ښه کیدو او راتلونکي لپاره لاس په کار شي. طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست پر پنځلسمه پر افغانستان تر حاکمیت وروسته تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تر امرثاني پورې بندل کړل.

د طالبانو د پوهنې وزارت هغه ویلي وو چې دوی د نجونو ښوونځيو بیرته پرانیستلو په اړه پر یوې هر اړخیزې طرحې او یو مناسب چاپېریال پر رامنځته کولو کار کوي، خو د څه باندې یو کال په تېرېدو سره لا هم د یادې طرحې بشپړېدو په اړه خبر نه دی ورکړل شوی.

په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو د محدودیتونو په دوام د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت د ۲۰۲۲ میلادي کال په ډسمبر میاشت کې د افغانستان په ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې د نجونو زده کړې تر بلې خبرتیا پورې وځنډولې.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت همدارنګه تېره جنوري میاشت کې د افغانستان خصوصي پوهنتونونو ته امر وکړ چې نجونو ته د راتلونکې میلادي میاشتې د کانکور په آزموینه کې تر «امرثاني» پورې د ګډون اجازه ورنکړي.

د طالبانو حکومت د لوړ زده کړو وزارت دغه پرېکړو زیات غبرګونونه پارولي او د اسلامي همکاریو سازمان او ګڼو نورو اسلامي هیوادونو ترڅنګ د امریکا متحده ایالاتو، نړیوالې ټولنې او ګڼو نورو بنسټونو په افغانستان کې د نجونو د ښوونځيو او پوهنتونونو پر خلاصولو باندې ټینګار کړی دی.

څو ورځې مخکې د «افغانستان طبي شورا» د طب پوهنځیو څخه د فارغو شویو زده کوونکو هلکانو څخه «ځانګړي نهايي ازموینه» واخیسته چې تخصص او کار ته یې لاره برابره شي.

په دغې ازموینې کې نجونې نه وې.‌ دغې شورا، چې د طالبانو د حکومت تر چتر لاندې کار کوي، نه دي ویلي چې له طب پوهنځي څخه به د فارغو شویو نجونو څخه هم ازموینه اخیستل کېږي که نه.

د بې پولې ډاکترانو ټولنې د دغې شورا دا پرېکړه غندلې ده چې نجونو ته یې په دې ازموینې کې د ګډون اجازه ورکړې نه ه.

د بې پولې ډاکترانو ټولنې ویلي د ښځینه ډاکترانو نشتوالی چې لا مخکې په دغه هیواد کې له جدي ستونزو څخه و د اګزیټ په ازموینه کې نجونو ته د اجازې نه ورکول به دغه ستونزه لا پراخه کړي.

یادې ټولنې د طالبانو له حکومت څخه غوښتي چې له نجونو څخه د ایګزیټ ازموینې اخیستلو لپاره یوه نوې نېټه وټاکي. تر دا مهال د طالبانو حکومت د ازموینو ملي ادارې په دې اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG