د لاس رسي وړ اتصالات

په جنسي تیري تورن ملا خپله ۵ کلنه لور بامیان کې په بدو کې ورکړې-مقامات


د بامیان ولایت مرکز
د بامیان ولایت مرکز

د بامیان ولایت مقامات تائیدوي چې د دې ولایت د شیبر ولسوالۍ د «غندک پایین» کلي ملاامام چې د خپل ګاونډي پر ماندینې په جنسي تیري تورن و، خپله پنځه کلنه لور د شخړې د مخنیوي په خاطر په بدو کې ورکړې ده.

د بامیان ولایت د ښځو د چارو ریاست وایي ددغې پنځه کلنې نجلۍ پلار یو دیني عالم دی او د خپل ګاونډي پر ماندینې په تیري کولو تورن دی.

د بامیان ولایت د ښځو د چارو د ریاست د مسولینو په وینا دغه پنځه کلنه نجلۍ د شخړې د رامنځ ته کیدو د مخنیوي په خاطر او د قومي جرګې د پریکړې په اساس د جنسي تیري قرباني شوې کورنۍ یو غړي ته په بدو کې ورکړل شوې ده.

دا پداسې حال کې دي چې د بامیان د پولیسو ویاند رضا یوسفي رسنیو ته د یو پیغام په استولو سره دغه خبر رد کړی دی.

ښاغلي یوسفي پدې پیغام کې ویلي: «هغه خبر چې ګواکې د بامیان ولایت د شیبر ولسوالۍ په غندک کلي کې یوه پنځه کلنه نجلۍ په بدو کې ورکړل شوې د بایمان د پولیسو له خوا تکذیب کیږي.»

د بامیان د پولیسو ویاند وایي، دغه پنځه کلنه نجلۍ همدا اوس په خپل کور کې د خپل پلار او مور سره ارام ژوند کوي.

خو د بامیان د ښځو د ریاست رئیسې ذکیه رضایي ددې خبر په تائید د امریکا غږ ته وویل: «دغه نجلې چې شاوخوا پنځه کلنه ده او پلار یې ملاامام او دیني عالم دی د جنسي تیري په بدل او یا په جرمانه کې ورکړل شوې ده.»

میرمن رضایي وویل چې دوی د دغې قضیې د ارزونې او څیړنې غوښتنه کړې او د پولیسو نه یې غوښتي چې دا موضوع ژر تر ژره وپلټي.

د بامیان د ښځو ریاست وایي دغه رپوټ د شیبر ولسوالۍ د ماشومانو د ژغورنې د کمیټې او د شیبر ولسوالۍ د مقاماتو له خوا هم تائید شوی دی.

د شیبر ولسوال امیر شریف، په دې هکله د امریکاغږ ته وویل: « قضیه تر څیړنې لاندې ده او مونږ هم دغه رپوټونه ترلاسه کړي، اړوند برخې دا موضوع څیړي او مصداق او جزییات یې تر اوسه ندي څرګند شوي».

د بامیان د ښځو د چارو ریاست وایي چې ناوړه عرف او عنعنات یو له عمدو ننګونو څخه دي چې ددې ولایت نجونې او ښخې قرباني کیږي.

یوه څیړنه چې ۲۰ ورځې مخکې د بامیان د ښځو د چارو د ریاست له خوا خپره شوې ښیي چې ددې ولایت ۴۰ فیصده نجونې د قانوني سن دمخه ودیږي.

XS
SM
MD
LG