رباب چې د پښتو موسیقۍ یوه لرغونې آله ده، د یونیسکو له خوا د کلتوري میراث په توګه اعلان شوی دی. دا نه یوازې د رباب اهمیت څرګندوي، بلکې دا د پاکستان، افغانستان، ایران او تاجکستان ترمنځ د کلتوري همغږۍ نښه هم ده. د موسيقۍ د پوهانو په اند، تر ټولو ښه رباب د کابل د توت لونې له لرګي څخه جوړېږي، چې په ټوله نړۍ کې مينه وال لري.
شاهین افریدي- امریکا غږ