د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: نړۍ کې ۱۱۸.۵ میلیونه نجونې زده کړو ته لاس رسی نلري


د ملګروملتونود ښوونې علمي او کلتوري اداره (یونسکو) د روان کال د اپریل د میاشتې د یو راپور له مخې وايي، چې په نړۍ کې ۱۱۸.۵ میلیونه نجونې زده کړو ته لاس رسی نلري.

یونسکو د دوشنبې په ورځ اګست اووم (زمري۱۶) د خپل ټویټر (ایکس) په پاڼه په دې راپور کې لیکلي، چې اوس مهال په نړۍ کې ۲۴۴ میلیونه ماشومان او تنکي ځوانان له ښوونځیو بهر دي.

په راپور کې ویل شوي: "اټکل کیږي، چې په نړۍ کې ۶۰ فیصده ماشومان د خپل عمر په لس کلنۍ کې یو عادي متن نه لوستلی شي او نه هم پرې پوهیدلی شي."

د ملګروملتونو دغې ادارې ویلي، چې په نړۍ کې د ۷۷۱ میلیونو کسانو له ډلې چې لیک لوست نشي کولی، چې له دریو څخه دوه برخې یې ښځې دي.

یونسکو په دې راپور کې همدارنګه ویلي چې په نړۍ کې د هغو ماشومانو او ځوانانو شمیر ۲۲۲ میلیونو ته رسیدلی، چې په ښوونځیو کې يې زده کړې د وسله والو نښتو له امله اخلال شوي او یا هم د جګړو له امله د زده کړو ترلاسه کولو امکان نه دی ترسره کړی او یا د جګړو او طبیعي ناورینونو او اقلیم د بدلون څخه د زیږیدلو طبیعي پیسو له امله بې ځایه شوي دي.

د افغان نجونو د ښوونځیو د تړلو ۶۸۹ ورځ

د یونسکو دا راپور په داسې حال کې خپور کړی، چې په افغانستان کې ۶۸۹ ورځې شوې، چې د طالبانو حکومت نجونې د شپږم ټولګي څخه په پورته ټولګیو کې له زده کړو منع کړي دي.

طالبانو د نجونو د ښوونځیو تړل موقتي ګڼلي و او ویلي و، چې د یوې کړنلارې د جوړیدو وروسته به ښوونځي د نجونو پرمخ پرانیستل شي.

خو د نږدې دوو کلنو وروسته لا هم تراوسه د نجونو د ښوونځیو د پرانیستلو لپاره کومه کړنلاره نه ده ترتیب شوې.

تیره میاشت د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت سرپرست وویل، چې د نجونو د ښوونځیو د پرانیستلو په برخه کې د طالبانو د مشرانو ترمنځ د نظر اختلاف شته دی او ددغه اختلاف د حل لپاره هڅې روانې دي.

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت د سرپرست ددغو څرګندونو وړاندې د طالبانو د حکومت ځینو چارواکو د نجونو د ښوونځیو د پرانیستلو سره په ټولنه کې د مخالفت او کلتوري ستونزې یادې کړې وې.

نړیوال انتقادونه

د بشري حقونو ملاتړ نړیوالو ادارو ویلي، چې افغانستان په نړۍ کې یوازینی هیواد دی، چې نجونې په کې په رسمي ډول له زده کړو منع شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا کارپوهانو د جولای ۱۱ (چنګاښ ۲۰) د افغان میرمنو سره د طالبانو د چلند په اړه په یوه تازه راپور کې ویلي، چې طالبانو په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر حقونو په سیستماتیک ډول محدویتونه لګولي او د ژوند په ټولو برخو کې یې د هغوی د تنفس د اخیستلو لپاره فضا ډیره تنګه کړې ده.

په دغه ګډ راپور کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بینت له قوله ویل شوي: "افغانستان کې ښځې او نجونې ډیر سخت تبعیص تجربه کوي، کیدای شي، چې د جنسیت پر اساس د ځورونو زیاتوالی وښيي- د بشریت پر وړاندې جنایت او د جنسیتي تبعیض په توګه وپیژندل شي په داسې حال کې، چې حاکم چارواکي ښکاري، چې په سیستماتیک ډول تبعیض سره خپلې حکومتدارۍ ته پر ښځو او نجونو د بشپړ تسلط ترلاسه کولو په نیت هغوی هدف ګرځولي دي."

همداشان د بشري حقونو د شورا د ښځو پر وړاندې د تبعیض د کاري ډلې مشرې میرمن استرادا تنک په دې راپور کې ویلي: "په داسې حال کې، چې په دې وروستیو کلنو کې په مختلفو هیوادونو او سیمو کې د ښځو او نجونو د حقونو په وړاندې سخت غبرګونونه ښکاره شوي، خو د نړۍ په هیڅ کومه برخه کې په دومره پراخه او سیستماتیک ډول برید، چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو حقونو ته محدود شوی نشته دی."

د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر په یو راپور کې ویلي، چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته طالبانو د ښځو او نجونو د بشري حقونو د محدودولو په برخه کې ۵۱ فرمانونه صادر کړي دي.

په ورته وخت یو شمېر افغان میرمنې اندیښنه څرګندوي، چې طالبانو حکومت د نجونو او ښځو زده کړو ته ژمن نه دی او له کله څخه چې طالبان په افغانستان کې بیا واک ته رسیدلي په پرله پیسې ډول یې د ښځو او نجونو د زده کړو او کار په ګډون د ژوند په ډیرو برخو کې پرې بندیزونه لګولي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG