د لاس رسي وړ اتصالات

د ملګرو ملتونو کارپوهان: د ښځو سره د طالبانو چلند ممکن 'جنسیتي تبعیض' اوسي


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا کارپوهانو د افغان میرمنو سره د طالبانو د چلند په اړه په یوه تازه راپور کې ویلي، چې طالبانو په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر حقونو په سیستماتیک ډول محدویتونه لګولي او د ژوند په ټولو برخو کې یې د هغوی د تنفس د اخیستلو لپاره فضا ډیره تنګه کړې ده.

دغو کارپوهانو ویلي، چې د طالبانو دا ډول چلند د جنسیتي تبعیض د چلند امکانات لا زیاتوي.

په دغه ګډ راپور کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بینت او ددغې شورا د ښځو پر وړاندې د تبعیض د کاري ډلې د مشرې میرمن ډوروتي استرادا تنک یوځای ترتیب کړی او د سه شنبې په ورځ جولای ۱۱ (چنګاښ ۲۰) خپور شوی دی په کې ویل شوي، چې په نړۍ کې د ټولو هیوادونو پرتله افغانستان کې د ښځو وضعیت ډیر خراب دی.

په دې راپور کې د ښاغلي بینت له قوله ویل شوي: "افغانستان کې ښځې او نجونې ډیر سخت تبعیص تجربه کوي، کیدای شي، چې د جنسیت پر اساس د ځورونو زیاتوالی وښيي- د بشریت پر وړاندې جنایت او د جنسیتي تبعیض په توګه وپیژندل شي په داسې حال کې، چې حاکم چارواکي ښکاري، چې په سیستماتیک ډول تبعیض سره خپلې حکومتدارۍ ته پر ښځو او نجونو د بشپړ تسلط ترلاسه کولو په نیت هغوی هدف ګرځولي دي".

همداشان د بشري حقونو د شورا د ښځو پر وړاندې د تبعیض د کاري ډلې مشرې میرمن استرادا تنک په دې راپور کې ویلي: "په داسې حال کې، چې په دې وروستیو کلنو کې په مختلفو هیوادونو او سیمو کې د ښځو او نجونو د حقونو په وړاندې سخت غبرګونونه ښکاره شوي، خو د نړۍ په هیڅ کومه برخه کې په دومره پراخه او سیستماتیک ډول برید، چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو حقونو ته محدود شوی نشته دی".

په دې راپور کې کارپوهانو ویلي، کوم فرمانونه، چې د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په میاشت کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو راهیسې صادر شوي د ښځو د ازاد حرکت، لباس، او چلند په ګډون پر ښځو او نجونو پراخه محدودیتونه لګولي دي.

دا راپور وايي، چې همداشان دغو محدودیتونو په بي ساري او ډراماتیک ډول په سیاسي، عامه، اقتصادي او ټولنیز کلتوري ژوند کې د ښځو او نجونوپه ګډون او برخې اخیستنې باندې اغیز کړې ده او د ښځو او نجونو پر وړاندې یې په پام وړ ډول د کور دننه تاوتریخوالی زیات کړی دی.

مونږ ژوندي یو خو ژوند نه کوو

دغه راپور په ډیرو سختو ځپوونکو شرایطو کې د افغان میرمنو انعطاف او قوت یادونه شوې. په راپور کې ویل شوي، چې د افغان میرمنو د ورځیني ژوند په اړه، کارپوهانو ته افغان میرمنو ویلي، چې د هرې ورځې په تیریدو د هغوی پر وړاندې دیوالونه بندیږي.

په دې راپور کې ویل شوي: "د نجونو په زده کړو او په پوهنتونونو کې د ښځو پر زده کړو د بندیز په تعقیب دغو میرمنو خپل وضعیت داسې بیان کړ: "زه بندې یمه" او " مونږ کومه راتلوونکی نلرو".

همداشان دغو کارپوهانو ته هغو ښځو، چې د طلاق غوښتنې یې کولې ویلي چې د قاضي له خوا ورته پداسې توګه نصیحت شوی چې: "ستا لاسونه مات نه دي، پښې دې هم ماتې نه دي، ولې تاسو طلاق غواړئ".

هغو ښځو چې پولیسو ته یې د کورني تاوتریخوالي په اړه راپور ورکوه ورته ویل شوي، "باید شکایت ونکړئ" او یا هم ممکن ورته ویل شوي چې: " دوی د وهلو مستحقي دي".

دغو کارپوهانو د اپریل د میاشتې د ۲۷ څخه د مۍ د میاشتې تر ۴ پورې افغانستان ته سفر کړی و او په کابل او مزارشریف کې یې د ښځو، سړو، د مدني ټولنې د مختلفو قشرونوو سوداګرو ښځو، مذهبي مشرانو، ښوونکو ، ژورنالستانو، د ملګرو ملتونو د ادارو د استازو، دپلوماتانو، د غیردولتي موسسو د کارکوونکو او د طالبانو له چارواکو سره لیده کاته او خبرې کړي دي.

جنسیتي ځورونه

د ملګروملتونو د بشري حقونو د شورا په راپور کې دغو کارپوهانو د طالبانو تر واکمنۍ لاندې په افغانستان کې د جنسیتي ځورونې په اړه ژوره اندیښنه ښودلې او ویلي دي، چې د "روم اساسنامې" لاندې جنسیتي ځورونه د بشریت پر وړاندې جنایت دی.

په دې راپور کې افغانستان په نړۍ کې یوازې هیواد ښودل شوی، چې په کې نجونې له زده کړو منع شوي دي. دغه راپور وايي، چې زده کړو ته په مساوي ډول د لاس رسي حق څخه څرګنده سرغړونه به نه یوازې په اوږده موده کې د کارموندنې په برخه کې پر ښځو د اوږدې مودې لپاره اغیز ولري بلکې روغتیايي خدمتونو ته د هغوی په لاس رسي به هم اغیز ولري.

په دغه راپور کې د کور څخه بهر د ښځو د کار او د محرم شتون مسلې هم یادونه شوې او ویل شوي، چې ښځې عمومي حمامونو، پارکونو، ورزشي کلپونو او دننه په هیواد کې په ازاد ډول د تګ راتګ په برخو کې د محدودیتونو سره مخ دي.

دا راپور وايي، چې دغه ساه بندونکی چاپیریال ښځې او نجونې د روحي ناروغیو سره مخ کړي دي او د ښځو او نجونو په منځ کې یې په پراخه کچه د ډیپریشن او خفګان او د ځان وژنې په ځانګړي ډول په ځوانو نجونو کې، چې د زده کړو له دوام څخه محرومې شوي دي لیدل کیږي.

د قانوني ملاتړ نشتوالی

په دې راپور کې ویل شوي، چې پر ښځو او نجونو باندې محدودیتونه په عاجل او عادي ډول باندې روغتیايي خدمتونو ته د هغوی لاس رسی هم محدود کړی دی. په دې راپور کې ویل شوي ددې لپاره، چې ښځو او نجونو ته باید یوازې ښځینه ډاکټرانې روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي، چې ددغسې محدودیت د نه لیرې کیدو په صورت کې د ښځو ناروغانو ترمنځ د مړینې خطر هم رامنځ ته کولی شي.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو ویلي، چې دوي د افغان میرمنو او نجونو لپاره د قانوني حمایت د خدمتونو نشتون په اړه او هم سیسمتاتیک ډول د تبعیض عملي کول د جنسیت اړوند وژنو، په زور او کوچني عمر ودونو، د ماشومانو او د بندن د غړو خرڅولو، ماشومانو کار او تښتول او غیرمصون ودونو په ګډون د جنسیت پر اساس د تاوتریخوالي عادي کولو په باب په ژور ډول اندیښمن دي.

د طالبانو حکومت د ملګروملتونو دغه راپور ته غبرګون نه دی ښودلی، خو دمخه د طالبانو د حکومت چارواکو د ملګرو ملتونو او نړیوالو سازمانونو دا ډول راپورونه د طالبانو د حکومت پر وړاندې پروپاګند بللی و.

XS
SM
MD
LG