د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: د امریکا د بهرنیو مرستو ځنډیدل د افغانستان روغتیايي سکټور اغیزمنوي


د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو مرستو د ۹۰ ورځو ځنډیدو د پریکړې وروسته افغانستان کې هم د بشري مرستو د چمتو کولو بهیر د اغیزمند کیدو په اړه اندیښنې زیاتې شوي او د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق ویلي چې په دغه هیواد کې له نهو میلیونو څخه زیات کسان روغتیايي خدمتونو ته د نه لاس رسی د ګواښ سره مخ دي.

دغه صندوق د فبرورۍ د میاشتې په روانه اونۍ کې په یو راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د نږدې ۶۰۰ ګرځنده روغتیايي ډلو د فعالیتونو او روغتیايي مشورتي مرکزونو په بندیدو سره نهه میلیونو څخه زیات کسان روغتیايي خدمتونو ته د نه لاس رسي د ګواښ سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق (UNFPA) د اسیا او پاسیفیک حوزې رئیس پاو سمت په دې اړه ژوره اندیښنه څرګنده کړې او ویلي دي چې په افغانستان، بنګلدیش او پاکستان کې د دغې ادارې په مرسته چلیدونکو د ژغورنې حیاتي روغتیايي خدمتونو ته د نه لاس رسي له امله د میلیونونو ښځو او نجونو ژوند د ګواښ سره مخ شوی دی.

د امریکا د متحده ایالاتو حکومت د روان کال ۲۰۲۵ د جنورۍ په ۲۴ د امریکا نږدې ټولې بهرنۍ مرستې ددغو مرستو د موثریت د ارزولو په موخه د ۹۰ ورځو لپاره وځنډولې.

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق ویلي: "په افغانستان کې د نږدې ۶۰۰ ګرځنډه روغتیايي ډلو، کورنیو ته په کورونو کې د روغتیايي خدمتونو برابرول او د مشورتي خدمتونو ځنډیدو سره له نهه میلیونو څخه زیات کسان د روغتیا ساتنې خدمتونو ته به لاس رسی له لاسه ورکړي".

ملګرو ملتونو ویلي چې په افغانستان کې په هرو دوو ساعتونو کې یو مور د درملنې وړ د زیږون اړوند عوارضو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي، چې ورسره دا هیواد په نړۍ کې یو د هغو هیوادونو څخه دی، چې د زیږون پر مهال د ښځو د مړینې کچه په کې ډیره لوړه ده.

دغې ادارې ویلي: "په داسې یو وخت کې چې د افغان میرمنو او نجونو حقونه له وړاندې ټوټه ټوټه شوي، د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق د ملاتړ پرته به لا ډیر کسان خپل ژوند له لاسه ورکړي".

دمخه ملګرو ملتونو ویلي چې افغانستان په نړۍ کې د میندو او ماشومانو د مړینې کچه په اسیا کې تر ټولو لوړه کچه ده، چې د هرو ۱۰۰ زرو ولادوتونو پر مهال ۶۳۸ میندې په دغه هیواد کې مري. ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې که په دې برخه کې ځانګړې پاملرنه ونه شي ددغه هیواد په ځینو سمیو کې د میندو د مړینې کچه به نوره هم لوړه شي.

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق په دې راپور کې په پاکستان کې ددغو مرستو د ځنډیدو د اغیزو په اړه ویلي چې د ۱.۲ میلیونو افغان کډوالو په ګډون ۱.۷ میلیونه وګړي به له ۶۰ څخه د زیاتو روغتیايي خدمتونو د مرکزونو د بندیدو سره به د ژوند د ژغورنې د جنسي او فزیکي روغتیايي حالت اړوند روغتیايي خدمتونو ته لاس رسی له لاسه ورکړي.

همداشان دغې ادارې ویلي چې په بنګلدیش کې به ۶۰۰ زره روهینګیايي کډوال د روحي درملنې او او فزیکي روغتیايي حالت اړوند خدماتو ته لاس رسی له لاسه ورکړي.

دغې ادارې ویلي: "د محدودیوتو سره سره تیرکال [۲۰۲۴] د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق افغانستان کې د ښځو په مشرۍ د مرکزونو له لارې له ۱۳ میلیونو څخه زیاتو کسانوته ملاتړ برابر کړی دی".

دغې ادارې ویلي چې په افغانستان، پاکستان او بنګلدیش کې په روان ۲۰۲۵ کال کې د خپلو بشري مرستو د پروګرامونو د دوام لپاره ۳۰۸ میلیونو ډالرو بودیجې ته اوتیا لري.

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق ویلي چې که چیرې دغه بودیجه ترلاسه نه کړي، نو ښځې به په ځانله سر په یو ناپاک چاپیریال کې ماشومان وزیږوي چې ښځو ته ورپیښو ناروغیو ګواښ په کې شتون لري او هم د درملنې وړ ناروغیو څخه د نوو زیږیدولو ماشومانو د مړینې ګواښ شته دی.

همداشان دغې ادارې ویلي چې د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي قربانیان به د روغتیايي خدمتونو ترلاسه کولو لپاره هیڅ ځای ونلري چې ورته ورشي. .

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق هیله ښودلې چې د امریکا د متحده ایالاتو حکومت به د پرمختګ په برخه کې د خپل نړیوالې رهبرۍ موقف وساتي او ددې پرځای چې د ننګونو سبب شي د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق سره به د ښځو او د هغوی د کورنیو د کړاونو د کمولو په برخه کې کار ته دوام ورکړي.

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق ویلي چې بشرپاله خدمتونو وړاندې کولو ته د یوې ژمنې ادارې په توګه به خپلو شریکانو سره په ټولنو کې خپل کار ته دوام ورکړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG