د لاس رسي وړ اتصالات

ملګرو ملتونو پر افغانستان باندې د امریکا د بهرنیو مرستو د ځنډولو د اغېزو په اړه اندېښنه ښودلې


امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي د مصر او اسرائیل پرته یې په ټولو هیوادونو بهرنۍ مرستې د دریو میاشتو لپاره ددې مرستو د اغیزمنتوب او دا چې څومره د "لومړۍ امریکا" پالیسۍ سره برابرې دي ځنډولي دي. (عکس ارشیف).
امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي د مصر او اسرائیل پرته یې په ټولو هیوادونو بهرنۍ مرستې د دریو میاشتو لپاره ددې مرستو د اغیزمنتوب او دا چې څومره د "لومړۍ امریکا" پالیسۍ سره برابرې دي ځنډولي دي. (عکس ارشیف).

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند سټیفن دوجاریک په اړمنو افغانانو باندې د امریکا د مرستو د ځنډولو د اغیزو په اړه اندیښنه ښودلې او ویلي دي چې ملګري ملتونو د نورو هغو سیمو په اړه هم، چې خلک په کې د خوړو نړیوال پروګرام په مرستو متکي دي، اندیښنمن دي.

سټیفن دوجاریک د دوشنبې په ورځ جنورۍ ۲۷( سلواغې اتم) د یو خبریال د دې پوښتنې په ځواب چې ډبلیو اف پي وايي د امریکا د بهرنیو مرستو د ځنډیدو وروسته په افغانستان کې میلیونونه افغانان له لوږې سره مخ شوي، وویل چې ملګري ملتونه په دې اړه اندیښنه لري.

هغه وویل: " ... او مونږ البته هغه څه چې په افغانستان او په ډیرو نورو ځایونو کې پیښیږي چې خلک د خوړو نړیوال پروکرام باندې متکي او لاس تر خولې دي اندیښمن یو ."

هغه وویل د هرکال په تېرېدو په نړۍ کې بشري مرستو ته اړتیا مخ په زیاتیدو ده او غړي هیوادونه ډیرو اړمنو کسانو ته د مرستې د برابرولو لپاره نورو سرچینو څخه د بودیجې د ترلاسه کولو هڅې کوي.

د امریکا د متحده ایالاتو د جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ له خوا د ۹۰ ورځو لپاره د ټولو بهرنیو مرستو د بندیدو د پریکړې وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو تیره ورځ په یو یاداښت کې د مصر او اسرائیل پرته په ټولو هیوادونو بهرنۍ مرستې د دریو میاشتو لپاره وځنډولې چې اغیز یې معلوم کړي او دا چې څومره د "لومړۍ امریکا" پالیسۍ سره برابرې دي.

د خوړو نړیوال پروګرام بودیجې کمښت

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې په افغانستان کې د بشري مرستو د پروګرامونو لپاره د نړیوالو مرستو کمښت اود امریکا د متحده ایالاتو په مرستو کې ځنډ دا پروګرام دې ته اړ کړی، چې په روان سخت ژمي کې د اړمنو میلیونونو افغانانو له ډلې یوازې نیمايي کسانو ته مرستې برابرې کړي.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام د افغانستان د دفتر مشرې شاو وې لي د رویټرز خبري اژانس سره په مرکه کې چې د دوشنبې په ورځ جنورۍ ۲۷( سلواغې اتم) خپره شوې ویلي چې اکثره کسان یوازې " چای او ډوډۍ" باندې ګوزاره کوي.

د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو سره سم دا هیواد د اقتصادي بحران سره مخ شو، انکشافي پروګرامونو او امنیتي سکټور سره ټولې مرستې وځنډیدې او د هیواد بانکي سکټور د محدودیتونو سره مخ شوی دی.

د هغې نیټې راهیسې د مرستې رسونې غیر دولتي ادارو د طالبانو حکومت د لاس رسي بهر بشرپاله مرستې د بیړنو اړتیاو ته د ځواب ویلو لپاره چمتو کړي چې یو څه تشه یې ډکه کړې ده.

خو مرسته کوونکو په وروستیو کلنو کې د طالبانو له خوا په غیر دولتي موسسو کې د ښځینه کارکوونکو پر کار باندې د بندیز په ګډون پر ښځو باندې د محدودیتونو او په نړیواله کچه د نړیوال بحران سره د مقابلې له امله په پرله پسې ډول مرستې کمې کړي دي.

میرمن لي ویلي: " دا له شپږ میلیون څخه زیات کسان دي چې ممکن د ورځې یو یا دوه ځلې خورتک کوي او هغه هم یوازې [وچه] ډوډۍ او چای دی."

میرمن لي ویلي: " له بده مرغه هغوی چې له مرستو محروم شوي وضعیت یې دغسې دی."

د ملګرو ملتونو د معلوماتو پر اساس په ۲۰۲۴ کال د افغانستان بشري مرستو پروګرام د شاوخوا نیمايي مرستو لپاره بودیجه برابره شوې وه. د مرستې رسونې د ادارو چارواکو اندیښنه ښودلې چې سږکال به بیا دغه هیواد سره بشري مرستو لپاره د بودیجې چمتو کول د ورته حالت سره مخ شي.

د رویټرز خبري اژانس ویلي چې سمدستي دا لا څرګنده نه ده چې دا ځنډ به په افغانستان کې پر بشرپاله چارو څه اغیز ولري کوم چې په تیر ۲۰۲۴ کال کې تر ۴۰ فیصدو پورې ورته د امریکا د متحده ایالاتو له خوا بودیجه چمتو شوې وه.

د ملګرو ملتونو د خوړو د نړیوال پروګرام د افغانستان د دفتر مشرې په ډیره لوړه کچه د افغانانو بشري اړتیاو ته په کتنې ویلي: " دلته په افغانستان کې بشري اړتیاو کچه خورا لوړه ده. زه یقینآ هیله لرم چې هره پریکړه چې ترسره کیږي، د هرې شوې پریکړې عملي کیدلو پر مهال د خلکو، ښځو او نجونو اړتیاوې په پام کې ونیول شي."

روریټرز خبري اژانس د لویدیځو دپلوماتانو او د بشري مرستو د ادارو د چارواکو له قوله ویلي چې د سودان، اوکراین او غزي وضعیت او هم پر ښځو باندې د طالبانو د محدودیتونو له امله افغانستان سره نړیوالې مرستې مخ په کمیدو دي.

تیره اونۍ د جرمونو نړیوالې محکمې لوړپوړي څارنوال کریم خان د جنوري ۲۳ (سلواغې څلورمه)، وویل چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو سره د پراخ تبعیض له امله د بشریت ضد جرمونو په تور یې د طالبانو د مشر هبت الله اخندزاده او قاضي القضات عبدالحکیم حقاني د نیولو د امر صادرېدو غوښتنه کړې ده.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام د افغانستان د دفتر مشرې شاو وې لي وویل چې په افغانستان کې په تیرو دریو کلنو کې عملیاتي چاپیریال د ناڅاپي بدلونونو سره مخ وو، خو ددې سره سره د خوړو نړیوال پروګرام هڅه کوي چې ښځو باندې د بندیزونو سره سره ښځې او ماشومان بشري مرستو ته لاس رسي ولري او په دې تړاو د مرسته کوونکو اندیښنو ته ځواب ووايي.

رویټرز خبري اژانس په دې راپور کې ویلي چې ددې سره سره چې طالبانو ویلي چې افغان ښځینه کارکوونکي په غیر دولتي موسسو کې باید چې کار ونکړي، د بشري مرستو ډیرو ادارو ویلي چې هغوی ته په دې اړه په ځانګړي ډول د روغتیا په سکټور کې په استثنايي ‌ډول اجازه ورکړل شوې ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG