د لاس رسي وړ اتصالات

د کډوالو عالي کمېشنرۍ د افغان ښځو او نجونو په اړه ژوره اندېښنه ښودلې


په افغانستان کې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو د محدودیت په دوام، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ یا (UNHCR) د افغان مېرمنو او نجونو د اوسني وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې ده.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د دوشنبې په ورځ اګست ۲۲ (زمري ۳۱) پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې افغان مېرمنې د محدودیتونو له لوی ګواښ سره مخ دي.

یاد سازمان ویلي چې د کار او فعالیت پر محدویتو سربیره د هغوی د زده کړو بهیر هم له سختو خطرونو سره مخ دی چې په خبره یې د افغان نجونو او ښځو پر هوساینې او خوندیتوب یې اغېز کړی دی.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ زیاته کړې: "پر سفر، کار او فعالیت د محدودیتونو سربیره، زده کړو او کار ته د افغان ښځو او نجونو لاس رسی له ګواښ سره مخامخ شوي دي."

د تیر یو کال راپدېخوا پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته په دغه هیواد کې د نجونو تر شپږم پورته ټولګي تر امر ثاني بند شوي چې په کور دننه او بهر یې پراخ غبرګونونه پارولي دي.

طالب چارواکو تر دا مهاله د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د تازه اندېښنو په اړه څه نه دي ویلي خو تر دې مخکې ځینو طالب چارواکو د نجونو پر مخ د ښوونځيو بندېدو لامل کلتوري محدودیتونه او ځیني نورو بیا یې د بندېدو لامل دیني اړخ یادوي.

د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت تر دې مخکې څو ځله ویلي چې د یادو ښوونځيو د بیرته خلاصولو په اړه د دوی هڅې روانې دې، خو تر دا مهاله یې پایلې نه دي لیدل شوي.

روانه میاشت د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت سرپرست نورالله منیر ادعا وکړه چې د طالبانو حکومت د نجونو ښوونځيو له پرانیستلو سره هیڅ مخالفت نلري : "د لیري پرتو سیمو اوسېدونکو د نجونو له تعلیم سره مخالفت نلري، بلکې له کورونو څخه د نجونو له وتلو سره حساسیت لري، د افغانانو کلتور په دې برخه کې ډير حساس دی."

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد بیا تېره میاشت له ملي تلویزیون سره مرکه کې ویلي و چې د نجونو ښوونځي د دیني محلوظاتو په دلیل بند پاتې دي.

ښاغلي مجاهد زیاته کړې: "دغه مسله دیني اړخ لري.د کورنیو علماو توافق ته اړتیا لري."د هغه په خبره هڅې روانې دي چې د نجونو د ښوونځيو بندېدو ستونزه هواره شي.

په افغانستان کې د نجونو پر مخ د ښوونځیو بندېدو په اړه د کورنیو او نړیوالو غبرګونونو په دوام د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه صندوق یا (یونیسف) په افغانستان کې د نجونو پر مخ د لېسې او متوسطه ښوونځيو د بندېدو د دوام په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې له زده کړو څخه د نجونو محرومیت د افغانستان اقتصاد ته لږ تر لږه ۵۰۰ میلیون ډالر زیان رسولی دی.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د نجونو ښوونځيو بیرته پرانیستلو په اړه په افغانستان کې پراخ اعتراضونه او مدني حرکتونه شوي او د طالبانو له حکومت څخه يې غوښتي چې د نجونو ښوونځي بیرته خلاص کړي.

XS
SM
MD
LG