د لاس رسي وړ اتصالات

یونیسف: ژمي کې به له څه باندې ۱۰۰زره اړمنو افغان کورنیو سره نغدي مرستې کوو


په افغانستان کې د بشري بحران زیاتېدو په اړه اندېښنو سره هم مهاله، د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) وايي ټاکل شوې په راتلونکو میاشتو کې له ۱۱۱زره اړمنو کورنیو سره نغدي مرستې وکړي.

یونیسف د دوشنبې په ورځ ناوخته نومبر ۲۱ (لړم ۲۰) پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې اوس مهال، په دغه هیواد کې په میلیونونو کورنۍ خپلې لومړنۍ اړتیاوې نشي پوره کولای او په راتلونکي ژمي کې به یې وضعیت نور هم خراب شی.

یونیسف په افغانستان کې له اړمنو کورنیو سره د نغدي پیسو مرسته یوه ښه لار بللې او ویلي یې دي چې په ټول افغانستان کې به د اړمنو خلکو د ملاتړ برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

یاد سازمان ویلي چې د افغانستان په لېرو پرتو سیمو کې اړمنو خلکو ته د نغدي مرستو غوښتنه کړې چې هغوی په یادو پیسو سره وکولای شي خپلې اړتیاوې پوره کړي.

دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ د سره صلیب نړیوالې کمېټې وویل چې د افغانستان د وګړو نیمايي نفوس (۲۰میلیون کسان) د خوراکي موادو له جدي کموالي سره مخامخ دي‌ له دې پلوه خوندیتوب نلري.

دغه سازمان همدارنګه ویلي چې اقتصادي ستونزو او د ژمي رارسېدو په افغانستان کې د میلیونونو کسانو ژوند له ګواښ سره مخامخ کړی دی.

د سره صلیب نړیوالې کمېټې عملیاتي مسؤل مارتین شوب ویلي چې په افغانستان کې د اړمنو او زیانمن شوو خلکو د ملاتړ زیاتوالی زیات مهم دی.

د ښاغلي شوب د معلوماتو په اساس په افغانستان کې ۲۴ میلیون خلک بشري مرستو ته اړتیا لري. د سره صلیب د نړیوالې کمېټې عملیاتي مسؤل ویلي چې په افغانستان کې زرګونو کسانو خپلې دندې له لاسه ورکړي او ۹۰ سلنه خلک په ورځ کې تر ۱.۹ ډالره کم عاید لري.

XS
SM
MD
LG