د لاس رسي وړ اتصالات

یونیسف: ۲.۵میلیونه افغان ماشومان او مېندې سوءتغذیه دي


یونیسف: ۲.۵میلیونه افغان ماشومان او مېندې سوءتغذیه دي
یونیسف: ۲.۵میلیونه افغان ماشومان او مېندې سوءتغذیه دي

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ نړیواله اداره یا «یونیسف» وايي، په افغانستان کې ۲.۵ میلیونه ماشومان او مېندې د خوارځواکې تر کچې لاندې ژوند کوي.

یونیسف د سې شنبې په ورځ د «غوايي پر ۳۱مه» پخپل راپور کې ویلي، چې د دوی د موندنو له‌مخې تر پنځو کلونو کښته دوه میلیونه ماشومان او ۴۸۵زره اومیدواره او شیدې ورکونکې مېرمنې له پوره غذايي خوندیتوب څخه بې برخې دي.

دغه ادارې ویلي چې یاد معلومات یې د افغانستان په ۲۲ ولایتونو کې د یوې سروې له‌مخې راټول کړي دي.

یونیسف زیاتوي، د دوی د معلوماتو له‌مخې دا مهال ۶۰۰زره افغان ماشومان د خوارځواکۍ له جدي ګواښ سره مخامخ دي چې ۹ برابره هغه یې حتا د مرګ له خطر سره مخ دي.

یونیسف اندېښنه ښودلې چې د غذایي خوندیتوب نشتوالی به ماشومانو ته د ګڼو ناروغو پېښېدو ترڅنګ د ماشومانو پر ودې او ذهنیت منفي اغېز وکړي.

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ نړیواله اداره وايي، چې په ۲۰۱۹ کال کې به هم د تېر کال په څېر د وچکالي دوام پر غذايي خوندیتوب منفي اغېز ولري.

یونیسف که څه هم ویلي چې په ۲۰۱۹ کال کې به په افغانستان کې ۶.۳ میلیونه کسان لومړنیو بشري مرستو ته اړتیا ولري.خو اندېښنه یې ښودلې چې د جګړو او وچکالۍ له امله د دې وېره شته چې دغه شمېره دوه برابره شي.

XS
SM
MD
LG