د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا په سنا کې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو په وتلو بحث


د امریکا د متحدو ایالتونو د وسله والو ځواکونو کمېټې په افغانستان کې د امریکا پر تګلارې بحث وکړ
د امریکا د متحدو ایالتونو د وسله والو ځواکونو کمېټې په افغانستان کې د امریکا پر تګلارې بحث وکړ

د امریکا د متحدو ایالتونو په سنا کې د وسله والو ځواکونو کمېټې په افغانستان کې د امریکا په تګلارې بحث او خبرې وکړې.

دا غونډه د سه شنبې په ورځ (فبرروي۱۱) وشوه چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو یوه مخکنۍ جنراله کیمبرلي فیلډ، د امریکا د پوځ د لوی درستیز پخوانی مرستیال جان کین او د پوځي چارو یو کارپوه کولن جکسن د ګواهانو په توګه میلمانه وو.

دوی د اوس لپاره له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو پلوي نه وو. د سنا غړو له میلمنو څخه له طالبانو سره د سولې د خبرو، له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو، د تېرو شاوخوا دوو لسیزو د لاس ته راوړنو د ساتلو او د افغانستان د ګاونډیانو د رول او نورو مسایلو په اړه بېلابېلې پوښتنې وکړې.

د دوی ټولو ټېنګار دا و چې باید له طالبانو سره د سولې داسې تړون وشي چې سیاسي مشارکت ته لار پرانیستل شي او په افغانستان کې د ښځو د حقونو او نورو برخو کې ټولې لاس ته راوړنې خوندې او تضمین شي.

له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه هم پوښتنې وشوې. سناتور ریډ له میلمنو وپوښتل که له افغانستان څخه امریکایي ځواکونه ووځي، هلته به څه پېښ شي؟

جنرل کین وویل: "دا به یو ناورین وي. افغان ځواکونه چې وار د مخه تر یو ډول رواني فشار لاندې دي، داسې فکر به وکړي چې امریکایانو ورسره خیانت وکړ. هلته به ټولې لاس ته راوړنې ختمې شي. داعش او القاعده به له دغه حالت څخه ډېره ګټه پورته کړي او بیا به د منظم کېدو هڅې وکړي. طالبان او نور ترهګر به د امریکایانو وتل خپل بری وګڼي او د جنګي تبلیغ په توګه به یې وکاروي. داخلي جګړه به پیل شي."

جنرالې فیلډ هم دا یو ناورین وباله او زیاته یې کړه: "اوسنی حکومت به ړنګ شي، جنګسالاران به راشي او موږ به ډېر څه له لاسه ورکړو، اوس هلته ډېرو ښځو او ماشومانو تعلیم کړی او تعلیم کوي، په لېرو پرتو سیمو کې به دا هر څه ختم شي."

د پوځي چارو کارپوه جکسن وویل چې له افغانستان څخه به د امریکايي ځواکونو په وتلو د امریکا ځینو غلیمانو ته په هغه هېواد کې د نفوذ د پراخېدو لپاره ښه زمینه برابره شي.

هغه وویل: "د امریکا بهرني دښمنان به راشي، ایران به خپل نیابتي جګړه ماران مخې ته کړي. پاکستان به هم خپل نفوذ نور هم زیات کړي. روسیه به هم راشي. "

په دغې غونډې کې همدغه راز د پاکستان په رول باندې هم خبرې وشوي. ښاغلي جګسن وویل چې باید پاکستان په دې پوه کړل شي چې له امریکا سره د ښو اړیکو یوازینۍ او غوره لار په افغانستان کې د حکومت او سیاسي مشارکت ننګه ده.

پر پاکستان د طالبانو د پاللو او ساتلو په اړه کلکې نیوکې وشوې او وویل شول چې باید پاکستان د طالبانو له ملاتړ څخه لاس واخلي.

جنرال جان کین دا خبره هم وکړه چې باید واشنګټن د افغانستان د را روان نوي حکومت کلکه ننګه وکړي او له هغه سره ګډ کار وکړي. هغه وویل ولسمشر غني ورته ژمنه ورکړې چې په نوي حکومت کې به د امریکا پوځي لګښتونه نور هم کموي.

نوموړي وویل چې ولسمشر غني ورته ویلي دي چې له سعودي عربستان، متحدو عربو اماراتو او ځینو نورو هېوادونو سره یې خبرې کړي دي چې د پوځ د لګښتونو په برخه کې ورسره مرستې وکړي.

میلمنو ټولو په یوه خوله وویل چې باید له طالبانو سره داسې تړون وشي چې په افغانسان کې سیاسي مشارکت ته لار پرانیستل شي او د تېرو لسیزو ټولې لاس ته راوړنې خوندي وساتل شي.

XS
SM
MD
LG