د لاس رسي وړ اتصالات

امریکایي پیلوټان په افغانستان کې زیاتو بمباریو ته تیاری نیسي


د بگرام په هوایي اډه کې امریکایي اف ١٦ جنگي جت الوتکه د پورته کیدو پر وخت
د بگرام په هوایي اډه کې امریکایي اف ١٦ جنگي جت الوتکه د پورته کیدو پر وخت

د جمهور رئیس دونالد ټرمپ د واکمن کیدو راهیسې د افغانستان د دولت ضد یاغیانو په وړاندې هوایي بریدونو زور اخیستی، خو د نوې پالیسۍ له مخې به د افغان ځواکونو د ملاتړ په خاطر هوایي حملې نورې هم زیاتې شي.

د رویترز اژانس د کابل د بگرام له هوایي اډې نه په یو رپوټ کې وایي امریکایي پیلوټانو ته د جمهور رئیس ټرمپ نوې پالیسي په دې معنی ده چې د یاغیانو پر ضد هوایي کمپاین چې همدا اوس زیات شوی، نور هم پراخ کاندي.

د ٢٠١٧ کال د جنورۍ د میاشتې راهیسې چې د جمهور رئیس ټرمپ واکمني پیل شوې په افغانستان کې د امریکا د هوایي قواو عملیات چې په ٢٠١٦ کال کې ١٠٧۴ وو د ٢٠١٧ کال د جنورۍ نه د اگست تر شلمې پورې ٢٢۴۴ هوایي بریدونو ته لوړ شوي دي.

د رویترز اژانس وایي د ښاغلي ټرمپ د پالیسۍ لږ جزییات څرگند شوي خو په بگرام کې پیلوټان د طالبانو پر ضد جگړې ته داسې تیاری نیسي چې په ٢٠١۴ کې په افغانستان کې د امریکایي قواو د جنگي عملیاتو د پای ته رسیدو راهیسې بیساري دي.

د اف ١٦ جنگي جت الوتکې پیلوټ جگړن دانیل لندسي رویترز ته ویلي چې د طالبانو او داعش د دوو یاغي ډلو ترمنځ "طالبان هوښیار" دي او په نښه کول یې ستونزمن دي. د هغه په وینا "طالبان اکثر د ټولنې په منځ کې پټیږي، خو د اسلامي دولت ډله داسې نه ده او تر ډیره له ټولنې جلا ده".

په افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال نیکولسن د پنجشنبې په ورځ تائید کړه چې قواوی به یې د افغان ځواکونو هوایي ملاتړ پراخ کاندي. جنرال نیکولسن وویل "مونږ پوهیږو چې دښمن له هوایي قوې ډاریږي".

دا په داسې حال کې دي چې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د رویترز اژانس ته ویلي چې جنگیالي یې د امریکایي بمباریو سره بلد دي "په ٢٠١٠، ٢٠١١ او ٢٠١٢ کې د امریکا هوایي بریدونه بریالي وو او مونږ زیات مجاهدین له لاسه ورکړل، خو اوس مونږ پوره تجربه لرو او د بمباریو پر وخت د غرونو په غارونو او نورو ځایونو کې په پټیدو سره د تلفاتو مخنیوی کوو".

خو ښاغلي ټرمپ په افغانستان کې د امریکایي قواو پر عملیاتو باندې بندیزونه لرې کړي او د پوځي قوماندانانو صلاحیتونه یې پراخ کړي دي، که څه هم تر اوسه په دې هکله پوره وضاحت نشته.

په کابل کې د امریکا د پوځ یو ویاند تورن ویلیم سالوین ویلي چې امریکایي قواوی لا هم یواځې د ځان نه د دفاع، د مشخصو گروپونو په وړاندې د ترهگرۍ ضد بریدونه او د افغان ځواکونو د ملاتړ لپاره هوایي عملیات تر سره کوي. خو هغه ددغو عملیاتو د پراخولو په هکله له تبصرې ډډه وکړه.

د رویترز اژانس وایي چې د امریکا پوځ د خپل ماموریت په اړه په څرگنده څه نه وایي، خو پیلوټ جگړن دانیل لندسي وایي د عراق د ماموریت په پرتله چې په ٢٠٠٧ کې د قواو د زیاتیدو پر وخت یې تر سره کړی په افغانستان کې د جنگي ماموریت محدودیتونه کم دي.

هغه وایي "ښایي ځنې کسان په دې هکله شکایت ولري، خو څومره چې زه پوهیږم د داعشیانو او طالبانو په موندلو او وژلو کې کومه ستونزه نه لرم". لندسي وایي که له مقرراتو نه سم کار واخلئ، نو هرو مرو به بد کسان په نښه کړئ".

امریکایي چارواکي وایي د هوایي ماموریت په پراخیدو سره مرستندویه کارکوونکو او همداشان په سیمه کې د هوایي بریدونو د هم آهنگۍ لپاره ځانگړو قواو ته اړتیا ده.

XS
SM
MD
LG