د لاس رسي وړ اتصالات

کنینګهم: امریکا دې له پاکستان سره پریکنده چلند وکړي


جیمز کنینګهم وايي امریکا باید له پاکستان سره جدي معامله وکړي
جیمز کنینګهم وايي امریکا باید له پاکستان سره جدي معامله وکړي

په افغانستان کې د امریکا یو پخواني سفیر جیمز کنینګهم د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د ولسمشر ټرمپ نوې تګلاره وستایله.

نوموړي امریکا غږ ته په یوې ځانګړې مرکې کې وویل چې په نوې تګلارې کې دا خبره روښانه شوه چې امریکا او نړیواله ټولنه به د اوږدې مودې لپاره له افغانستان سره مرسته کوي او تر څنګ به یې ولاړ وي.

ولسمشر ټرمپ د دوشنبې په ماښام خپله نوې تګلاره اعلان کړه، له افغانستان سره په مرستو یې ټېنګار وکړ خو پر پاکستان یې کلک انتقادونه وکړل چې له یوې خوا د امریکا میلیاردونه ډالر ترلاسه کوي او له بلې خوا ترهګرې ډلې په سمه توګه نه ځپي. ښاغلي کنینګهم د امریکا په نوې تګلارې کې پر پاکستان فشار راوړل یو مثبت ګام وګاڼه.

هغه وویل "امریکا باید د پاکستان سره په معامله کې جدي او ښکاره دریځ ولري. پاکستان د تروریزم سره مبارزې کې ډېره قرباني ورکړې ده، خو موږ او نړیواله ټولنه باید دا واضحه کړو چې دا موږ ته د منلو نه ده چې پاکستان دې د طالبانو او حقاني شبکې پالل او ساتل همداسې روان وساتي".

ولسمشر ټرمپ د تګلارې د اعلانولو پر مهال وویل چې امریکا به له افغان حکومت سره مرسته کوي چې افغانستان کې سوله او ثبات راشي. پخواني سفیر کنینګهم دغه ټکي ته په اشارې وویل چې په نژدې راتلونکې کې به د سیمې د هېوادونو په کچه هلې ځلې پیل شي چې طالبان د سولې خبرو کیني.

هغه وویل "ډېرې لارې شته چې دا هدف ترلاسه شي، خو یوه خبره ښکاره شوه چې امریکا به افغانستان کي د امنیت او ثبات د راوستلو په برخه کې ژمنه وي او دا د تګلارې مهمه برخه ده. د نورو هېوادونو په څېر پاکستان هم په دغه برخه کې مهم رول لوبولی شي، خو موږ باید په یوې مشخصې ډیپلوماتیکې تګلارې باندې تمرکز وکړو او مخ په بره ولاړ شو". څه موده مخکې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان ویلي وو چې په افغانستان کې جنګ له بن بست سره مخامخ دی او د ختمولو لپاره یې نورو ځواکونو ته اړتیا ده.

خو ښاغلی کنینګهم وايي چې د ځواکونو شمېر مهم نه دی، بلکې مهمه دا ده چې افغان ځواکونو د امنیتي چارو مسولیت اخیستی دی او امریکا به د افغان ځواکونو تمویل او تجهیز همداسې روان ساتي.

افغان ځواکونو په ۲۰۱۴ کال کې له نړیوالو ځواکونو څخه د پوځي او عملیاتو چارو مسولیت واخیست.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. جعفر هاند تر دې دمه په پښتو کې نهه کتابونه لیکلي او ژباړلي دي. په ځانګړي ډول یې د افغانستان او نړۍ د کرکټ په تاریخ باندې درې کتابونه لیکلي.

XS
SM
MD
LG