د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا پاکستان د مذهب د ازادۍ نه د سرغړونکو لسټ کې شامل کړ


امریکا پاکستان د هغه هیوادونو په لسټ کې شامل کړیدی چې د مذهب د ازادۍ نه سرغړونه کوي.

امریکا تیر کال پاکستان د مذهب د ازادۍ نه د سرغړونو له کبله په څار لسټ کې اچولی و او اوس یې پاکستان د سرغړونکو په لسټ کې شامل کړ.

د امریکا د بهرنو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې ښاغلي مایک پمپیو د مذهب د ازادۍ د نړیوال قانون په اساس د پاکستان پشمول، سعودي عربستان، ایران، چین، شمالي کوریا، برما، اریټیریا، سوډان، تاجکستان او ترکمنستان په تور لسټ کې شامل کړیدي.

امریکا په دغه اعلامیې کې لیکلي دي چې په پاکستان کې د مذهبي اقلیتونو د حقونو د خوندي کولو لپاره یې دغه اقدام کړیدی چې په پاکستان فشار واچول شي.

د بهرنو چارو وزارت وایي چې په نړیواله کچه د مذهب ازادي د ولسمشر ټرمپ د ادارې لمړیتوب دی.

ښاغلي مایک پمپیو ویلي دي چې د نړیوال سولې او ثبات لپاره د مذهب ازادي ډیره ضروري ده او امریکا د مختلفو ملکونو او د ټولنو سره په گډه د مذهب د ازادۍ د خوندیتوب لپاره کار کوي.

بلخوا پاکستان د امریکا ددغې پریکړې وړاندې غبرګون ښودلی او غندلې ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې پاکستان د لږکیو د حقونو خوندي ساتلو لپاره بهرنۍ مشورې ته اړتیا نه لري.

د بشري حقونو فعالین هم تل په پاکستان کې د لږکیو پروړاندې د پاکستان د چلند له کبله اندیښنه ښودلې ده.

د یادونې وړ ده چې امریکا هر کال د مذهب د ازادۍ د سرغړونکو ملکونو لسټ خپروي. که چیرته پاکستان پدغه اړه اقدامات ونکړي نو جریمه کیدی هم شي.

XS
SM
MD
LG