د لاس رسي وړ اتصالات

کارپوهان: ټرمپ دې د افغانستان له حالاتو سره سمه تګلاره خپله کړي


د متحدو ایالتونو جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د خپل انتخاباتي کمپاین پر مهال د افغانستان او پاکستان په اړه زیات څه نه دي ویلي.

ټرمپ د امریکا دریم جمهور رئیس دی چې د افغانستان روانه جګړه او په پاکستان کې د ترهګرې پر ضد مبارزه ورته په میراث پاتې کيږي.

ښاغلی ټرمپ داسې مهال خپله دنده پیل کړې چې افغانستان کې د طالبانو تحرکات ډیر شوي او بهرني ځواکونه اوس هم اړ دي چې د افغان سرتیرو ملاتړ وکړي.

په متحده ایالتونو کې شنونکي پدې باور دي چې د ټرمپ اداره کولې شي د افغانستان او پاکستان په اړه خپله تګلاره له سره وارزوي.

امریکا کې میشت د هیریتیج بنیاد څېړونکې، لیزا کرتیس وایې: "مونږ تمه کولای شو چې دغه نوې اداره به جاج واخلي او د افغانستان په اړه به یوه نوې تګلاره جوړه کړي چې اساس یې د هغه هیواد پر عیني شرایطو ولاړ وي، نه د کورنیو سیاسي پلانونو پر اساس چې د اوباما ادارې کول."

افغان ځواکونه د خپل هېواد تر ٪۶۰ سلنې زیاتې برخې تر کنټرول لاندې لري او په تیرو څو کلونو کې یې پر ځینو سیمو خپل حاکمیت بایللی دی.

انتني کورډزمن چې د ملي امنیت په چارو کې څېړنه کړې ویره لري چې ممکن افغانستان کې جګړې شدت واخلي.

کورډزمن وایې: "زه فکر کوم چې موږ به یو بل داسې کال ولرو چې پکې سختې جګړې به رامنځته شي. ددې ډیره لږه تمه کیږي چې مونږ به هغه ډول خبرې اترې ولرو چې په رښتیا یوه ستره اغیزه ولري."

د افغانستان په موضوع کې د چین، ایران او نورو هېوادونو لېوالتیا، حالات لا پیچلي کړي دي.

د پاکستان مشهور لیکوال، احمد رشید وایې د افغانستان په چارو کې د سیمې هېوادونو دخالت زیات شوی دی.

رشید وویل: "داسې حالت سره چې اوس موږ په سیمه کې مخامخ یو، لا زیات پیچلی وضعیت ګورو چې طالبان له ایران څخه هم مرسته ترلاسه کوي او له روسیې سره همدا اوس خبرې کوي. له چین سره خبرې کوي. نو لا زیات سیمه ایز لوبغاړي دخیل دي."

شنونکي وایې که جمهور رئیس ټرمپ د افغانستان حکومت د پیاوړي کولو په پرتله د ترهګرۍ پر ضد اقداماتو ته زیات پام وکړي نو دا به پر پاکستان د هغه د زیات تمرکز په معنی وي.

XS
SM
MD
LG