د لاس رسي وړ اتصالات

روسیه په سیمه کې د امریکا بریا زغملې شي؟


د امریکا د اوماها په پوهنتون کې د افغانستان د مطالعاتو د څانګې رئیس شېرجان احمدزي وایې چې روسیه د افغانستان په شمول د سیمې په هېوادونو کې د امریکا بریا زغملې نه شي.

له امریکا غږ سره په یوې مرکې احمدزي وویل چې روسیه له افغانستان سره "سړه جګړه" پیل کړې ده.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې خبر ورکړی چې روسیې د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني سیاسي مخالفین او د طالبانو استازي مسکو ته د مجلس لپاره رابللي دي.

ورځپاڼې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ویاند په حواله لیکلي چې د مسکو غونډه یوه "سیاسي ډرامه" ده.

صبغت الله احمدي ویلي "موږ پوهېږو چې دا به له افغانستان سره سولې ته د رسیدو په کار کې هېڅ مرسته ونه کړي.

د شیر احمدزي مرکه دلته کتلې شئ.

مرکه
please wait
Embed

No media source currently available

0:00 0:07:01 0:00

XS
SM
MD
LG