د لاس رسي وړ اتصالات

امریکایي قواو افغانستان کې د طالبانو د مخدره موادو تاسیسات ویشتلي


په افغانستان کې امریکایي اف ١٦ جنگي جت الوتکه
په افغانستان کې امریکایي اف ١٦ جنگي جت الوتکه

افغان او امریکایي ځواکونو لومړی ځل د افغانستان په غرب کې د طالبانو د مخدره موادو د تولید پر ځایونو بریدونه کړي.

په افغانستان کې امریکایي ځواکونو د افغان ملي پوځ سره په گډه د فراه او نیمروز په ولایتونو کې د اپریل په درییمه او پنځمه د طالبانو د مخدره توکیو د تولید په ١١ تاسیساتو هوایي بریدونه کړي دي.

په دغو نویو بریدونو سره په افغانستان کې میشتو امریکایي ځواکونو د مخدره توکیو څخه د طالبانو د عایداتو پر وړاندې خپله مبارزه د هلمند ولایت اخوا وغزوله.

دغه بریدونه چې اف ١٦ A-10s او MQ-9s الوتکو کړي لومړني بریدونه دي چې د افغانستان په غرب کې د مخدره توکیو ضد کمپاین په ترڅ کې کیږي.

په افغانستان کې د امریکایي قواو یو قوماندان جنرال جیمز هیکر ویلي دي چې "طالبان به امن ځای ونه لري. مونږ به د هغوی د شبکو لټې ته دوام ورکړو او د هغوی د قابلیت مخه به ونیسو چې مخدره توکي تولید نشي کړای".

جنرال هیکر زیاتوي چې " هغوی {طالبان} یو جنایي سازمان شوی چې د مخدره توکیو د خرڅلاو نه گټه پورته کوي او ددغو پیسو نه د خپلو عملیاتو لپاره کار اخلي چې په کې په عمده توگه افغانان وژل کیږي."

هغه دا هم وویل چې د طالبانو د اقتصادي زیرمو په له منځه وړلو سره به هغوی ونشي کړای چې خپل تروریستي اعمال پرمخ بوزي.

XS
SM
MD
LG