د لاس رسي وړ اتصالات

اسرائیل امریکا ته د داعش د مشر د وژل کیدو مبارکې ورکړې


د اسرائیل او امریکا مشرانو د ایران او اسلامي دولت یا داعش په هکله په ټیلیفون کې خبرې کړي.
د اسرائیل او امریکا مشرانو د ایران او اسلامي دولت یا داعش په هکله په ټیلیفون کې خبرې کړي.

د اسرائیل صدراعظم نفتالي بینیت د متحده ایالاتو د جمهور رئیس جو بایډن سره په ټیلیلفون کې د ایران او اسلامي دولت یا داعش په هکله خبرې کړي.

د ښاغلي نفتالي دفتر ددې خبرو په هکله په یوې اعلامیې کې ویلي چې صدراعظم د امریکا جمهور رئیس ته په سوریه کې د اسلامي دولت یا داعش د ډلې د مشر د وژل کیدو مبارکې ورکړې.

په اعلامیې کې راغلي، "د امریکایي ځواکونو د زړه ورو عملیاتو له کبله نړۍ اوس ډیر خوندي ځای دی".

د داعش مشر ابو ابراهیم الهاشمي القریشي تېره اوونۍ د سوریې په شمال کې د امریکا د ځانګړو ځواکونو په چاپې کې ووژل شو. د داعش مشر د عملیاتو په وخت په ځان پورې تړلي مواد چولي دي.

یو امریکایي چارواکي ویلي چې د داعش مشر په ځان پورې د تړلو چاودیدونکو موادو په چولو سره ښځې او ماشومان هم وژلي چې د هغې د کورنۍ غړي هم په کې دي،‌ خو معلومه نده چې شمیر یې څومره دی.

د اسرائیل د صدراعظم د دفتر په اعلامیې کې همدارنګه ویل شوي چې د داعش د مشر په هکله د خبرو تر څنګ دواړو مشرانو په منځني ختیځ کې د ایران په نظامي فعالیتونو او دا چې څنګه د ایران د اتومي پروګرام مخه ونیول شوي، خبرې اترې کړيدي.

اسرائیل او ایران د یو بل سرسخته دښمنان دي. دې هیواد وار د مخه د ایران په مشرۍ د هغو هڅو په هکله اندیښنه څرګنده کړې چې هدف یې د ایران د اتومي موافقې بېرته ژوندي کول دي.

اسرائیل په ۲۰۱۵ کې هم، چې دا موافقه د لومړي ځل لپاره د ایران او نړۍ د سترو ځواکمنو هیوادونو تر منځ پدې نیت وشوه چې په ایران به اقتصادي بندیزونه لیرې کیږي او په ځواب کې به ایران خپل اتومي فعالیت محدود کوي، سخت انتقادونه کړي و.

اسرائیل پدې ګمان دی چې پدې موافقې کې به په کافي اندازه ضمانت ورنکړل شي چې ایران د اتومي وسلې د جوړیدو څخه منع کړي.

اسرائیل همدارنګه وایي چې په نوې موافقې کې باید په ټول منځني ختیځ کې د ایران د نظامي فعالیتونو او د لیرې واټن ویشتونکو توغنديو په هکله خبرې وشي چې کولای شي اسرائیل په نښه کاندي.

XS
SM
MD
LG