متحده ایالاتو جمعه سپټمبر لومړۍ (وږي۱۰) په بلغاریې چې په ختیځې اروپا کې د ناټو متحد هیواد دی، د ۱.۵ میلیارد ډالرو په ارزښت د زغره لرونکو موټرو پلور منظور کړ.
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت کانګرس ته احوال ورکړی چې د بلغاریې لخوا د ۱۸۳ Stryker په نامه مرمي ضد نظامي موټرو اخیستو ته یې شین څراغ ورکړی چې د نیمایي څخه ډیر یې د پیاده ځواکونو لپاره کارول کیږي.
د بهرنیو چارو د وزارت په اعلامیې کې ویل شوي چې د دې موټرو په پلور سره به د بلغاریې د چټکو پیاده ځواکونو ګماریدنه او ځواکونو خوندیتوب لپاره وړتیاوې بهتره شي.
په اعلامیې کې همدارنګه ویل شوي چې د ناټو دا غړی هیواد به د دې موټرو په تر لاسه کولو سره نه یوازې وکړی شي په کور دننه دفاعي چاروې بهتره کړي بلکې د سیمه ایزو ګواښونو مخه به هم پرې ونیسي.
د متحده ایالاتو لخوا د دې نظامي موټرو د منظوریدو څخه څه باندې یوه میاشت وړاندې بلغاریې چې د پخواني شوروي د وخت ډیرې وسلې لري، ومنله چې ۱۰۰ ټانکونه به اوکراین ته ولیږي.
سره لدې چې بلغاریه په تاریخي لحاظ د روسیې سره نږدې اړیکي لري او د اوکراین سره د ملاتړ په برخې کې یې د چارواکو تر منځ اختلافات شته خو دا لومړی ځل و چې دې هیواد اوکراین ته نظامي مرستې ولیږي.
د ۲۰۲۲ کال د فبروري میاشتې راپدیخوا چې روسیې پخپل ګاونډي هیواد اوکراین یرغل کړی، متحده ایالاتو نه یوازې د اوکراین بلکې په سیم کې د ناټو د نورو متحدینو سره هم نظامي مرستو ته زور ورکړی.
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت تیره میاشت اعلان وکړ چې په پولینډ د ۱۲ ملیاردو ډالرو په ارزښت د اپاچي برید کوونکو هیلکوپترو پلور یې منظور کړی.
دې وزارت کانګرس ته احوال ورکړی چې د دې موافقې له مخې به د بوینګ شرکت لخوا ۹۶ بله AH-64E اپاچي برید کوونکي هیلکوپترې پولینډ ته ورکړل شي.
پولینډ د روسیې د یرغل په مقابل کې د اوکراین تر ټولو نږدې ملاتړی هیواد دی او تیر کال یې پریکړه کړې وه چې د هوایي ځواکونو لپاره به د اپاچي هیلکوپترې واخلي چې د پخواني شوروي اتحاد د وخت د زړو هیلکوپترو ځای ونیسي.
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي چې په پولینډ د دې الوتکو پلور به د دې هیواد وړتیاوې لا لوړې کړي چې وکړی شي د موجوده او راتلونکو ګواښونو ځواب ووایي.
متحده ایالاتو د همدې تیرې جون په میاشت کې پولینډ ته د Abrams ټانکونو لومړنۍ جوپه ورکړله. د دې ټانکونو لپاره چې تر دې وړاندې یوازې د متحده ایالاتو د سمندري ځواکونو قول اردو ترې کار اخیسته، د امریکا او پولینډ تر منځ د ۱.۴ ملیارد ډالرو په ارزښت تړون شوی
پولینډ همدرانګه تیر کال ۲۵۰ MIA2 ټانکونه د متحده ایالاتو څخه وپیرل چې د دې ټانکونو تر ټولو عصري بڼه ده او ټاکل شوې چې د راتلونکي ۲۰۲۴ کال تر پایه به ورته وسپارل شي.
پولینډ به د متحده ایالاتو څخه وروسته په نړۍ کې یوازینی هیواد وي چې د دې ټانکونو څخه کار اخلي.
فورم \ دبحث خونه