د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا په پولینډ د ۱۲ ملیاردو ډالرو په ارزښت د اپاچي هیلکوپترو پلور منظور کړ


د متحده ایالاتو د بهرنیوچارو وزارت ویلي چې د دې موافقې له مخې به پولینډ ته ۹۶ باله د اپاچي هیلکوپترې ورکړل شي.
د متحده ایالاتو د بهرنیوچارو وزارت ویلي چې د دې موافقې له مخې به پولینډ ته ۹۶ باله د اپاچي هیلکوپترې ورکړل شي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت دوشنبه اګست ۲۱ (زمري۳۰) اعلان وکړ چې په پولینډ د ۱۲ ملیاردو ډالرو په ارزښت د اپاچي برید کوونکو هیلکوپترو پلور یې منظور کړی.

دې وزارت کانګرس ته احوال ورکړی چې د دې موافقې له مخې به د بوینګ شرکت لخوا ۹۶ بله AH-64E اپاچي برید کوونکي هیلکوپترې پولینډ ته ورکړل شي.

پولینډ د روسیې د یرغل په مقابل کې د اوکراین تر ټولو نږدې ملاتړی هیواد دی او تیر کال یې پریکړه کړې وه چې د هوایي ځواکونو لپاره به د اپاچي هیلکوپترې واخلي چې د پخواني شوروي اتحاد د وخت د زړو هیلکوپترو ځای ونیسي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي چې په پولینډ د دې الوتکو پلور به د دې هیواد وړتیاوې لا لوړې کړي چې وکړی شي د موجوده او راتلونکو ګواښونو ځواب ووایي.

وزارت همدرارنګه ویلي چې دا الوتکې به پولینډ ته دا ځواک هم ورکړی چې وکړی شي د دښمنانو د برید کولو مخه ونیسي او هم به د ناټو په عملیاتو کې برخه واخیستلی شي.
پولینډ چې د اوکراین ګاونډی هیواد دی، د روسیې د یرغل راپدیخوا د کیف سره د واشنګټن د مرستو په رسولو کې مهم نقش ادا کړی. د ملیاردونو ډالرو په ارزښت وسلې چې امریکا او نورو غربي هیوادونو د روسیې د یرغل راهیسې اوکراین ته ورکړي، د همدې هیواد د لارې هلته رسیدلي دي.

سره لدې چې د ناټو د شرایطو له مخې غړي هیوادونه یې باید د کورنیو ناخالصه تولیداتو دوه په سلو کې یې په دفاعي چارو ولګوي خو پولینډ د روان میلادي کال د جنوري په میاشت کې ویلي و چې سږ کال نیت لري په دفاعي چارو د کورني ناخالصه تولیداتو څلور په سلو کې یې په دفاعي چارو مصرف کړي.


متحده ایالاتو د همدې تیرې جون په میاشت کې پولینډ ته د Abrams ټانکونو لومړنۍ جوپه ورکړله. د دې ټانکونو لپاره چې تر دې وړاندې یوازې د متحده ایالاتو د سمندري ځواکونو قول اردو ترې کار اخیسته، د امریکا او پولینډ تر منځ د ۱.۴ ملیارد ډالرو په ارزښت تړون شوی

پولینډ همدرانګه تیر کال ۲۵۰ MIA2 ټانکونه د متحده ایالاتو څخه وپیرل چې د دې ټانکونو تر ټولو عصري بڼه ده او ټاکل شوې چې د راتلونکي ۲۰۲۴ کال تر پایه به ورته وسپارل شي.

پولینډ به د متحده ایالاتو څخه وروسته په نړۍ کې یوازینی هیواد وي چې د دې ټانکونو څخه کار اخلي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG