د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا، استرالیا او بریتانیا د اتومي اوبتلونو تاریخي تړون لاسلیک کړ


د امریکا ولسمشر جو بایډن د دوشنبې په ورځ مارچ ۱۳ (کب ۲۲) د استرالیا او بریتانیا له مشرانو سره د اتومي اوبتلونو تاریخي تړون لاسلیک کړ.

ددې تړون موخه د اسیا او اوقیانوسیې په سیمه کې د چین د زیاتېدونکي پوځي حضور په وړاندې د متحدینو د حضور پیاوړتیا ښودل شوې ده. ددې تړون له مخې به استرالیا له متحده ایالاتو څخه په اتومي انرژۍ چلېدونکي درې جنګي اوبتلونه وپېري.

ولسمشر جو بایډن چې د دوشنبې په ورځ د کلیفورنیا ایالت په ساندیېګو کې د پواینټ لوما د سمندري ځواکونو په اډه کې د تړون له لاسلیک کولو وروسته خبرې کولې، وویل چې له استرالیا سره د امریکا د حساسي اتومي ټکنالوژۍ شریکول یوه لویه او ضروري معامله ده.

بایډن زیاته کړه: "متحده ایالات د هند او ارام سمندر په سیمه کې، چې زمونږ د ګډ راتلونکي ډیره برخه به ورپورې تړلې وي، له استرالیا پرته بل ښه ملګری نشي پیدا کولی. دغه نوې همکاري د دې ښکارندويي کوي چې دموکراسۍ زمونږ د هیوادونو ترڅنګ د نړۍ لپاره هم امنیت او سوکالي رامنځته کولی شي."

د دغې معاملې له مخې به د ۲۰۲۷ کال له پیل څخه په اتومي انرژۍ چلېدونکي امریکایي او بریتانوي اوبتلونه د استرالیا په اوبو کې تګ راتګ پیل کړي. د ۲۰۳۰ لسیزې په پیل کې به استرالیا له دریو تر پنځو پورې جنګي امریکايي اوبتلونه وپیري. او درې واړه هیوادونه به د یوه نوي جنګي اوبتل په جوړولو کار پیل کړي چې جوړول یې ښايي شل کاله وخت ونیسي.

بایډن ټینګار وکړ چې دغه معامله د وسلو په هکله نه بلکه د اتومي محرکه قوې په هکله ده او مشرانو ژمنه کړېده چې د اتومي وسلو د نه خپرولو تړونونو ته ژمن پاتې شي.

د استرالیا صدراعظم انتوني البانیز وویل دغه معامله به چې شاوخوا ۱۵۰ میلیارده امریکايي ډالره ارزښت ولري، خلکو ته کار روزګار رامنځته کړي او اختراعاتو او څېړنو ته به وده ورکړي.

البانیز وویل: "دغه تړون چې مونږ دلته په ساندیېګو کې لاسلیک کړ، د استرالیا په ټول تاریخ کې زمونږ په دفاعي وړتیاو کې تر ټولو لویه پانګونه ده. له دې سره به د استرالیا ملي امنیت او په سیمه کې ثبات پیاوړی شي."

د بریتانیا صدراعظم ریشي سوناک هم اعلان وکړ چې هیواد به یې د دفاعي لګښت کچه د ناخالصو ملي تولیداتو دوه اعشاریه پنځه فیصدو ته لوړه کړي، چې د نړۍ په کچه له ګواښونو سره مقابله وکړي.

سوناک وویل: "په تیرو ۱۸ میاشتو کې، هغه ستونزې چې مونږ ورسره مخامخ یو، زیاتې شویدي. د روسیې له خوا پر اوکراین یرغل، د چین له خوا زیاتېدونکې ادعاوې، د ایران او شمالي کوریا بې ثباته کوونکې کړنې، دغو ټولو داسې یوه نړۍ رامنځته کړې چې په ګواښ، بې نظمۍ او اختلاف باندې بنا ده. له دې نوي واقعیت سره د مخامخ کېدو له امله دا زمونږ لپاره اوس د پخوا په پرتله ډیره مهمه ده چې د خپلو هیوادونو ظرفیتونه غښتلي کړو."

بیجنګ په دغه شراکت نیوکه کړې او په واشنګټن یې تور پورې کړی چې سیالۍ او تصادم پاروي. خو څېړونکي وايي په ارام سمندر کې د چین له دښمنیو ډکو کړنو په ځواب کې دغه معامله رامنځته شوې ده.

د ویلسن څېړنیز مرکز غړي، مارک کینیډي، وویل: "دغه شراکت، زمونږ له خوا د چین د پارولو بر خلاف، د چین د سختو پوځي اقداماتو په ځواب کې رامنځته کیږي."

XS
SM
MD
LG