د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا پوځ: د ځواک ښودلو لپاره مو په منځني ختیځ کې پروازونه کړي


پداسې حال کې چې د واشنګټن او تهران تر منځ جنجال لا هم په لوړه کچه موجود دی، د امریکا پوځ دوشنبه سپټمبر ۵ (وږي۱۳) ویلي د قوت د ښودلو لپاره دوو (بي-۵۲) ډوله بم غورځوونکو الوتکو چې د اتومي وسلو د لیږد وړتیا لري او د لیرې واټن ویشتلو توان لري، په منځني ختیځ پروازونه کړي.

د امریکا پوځ ویلي چې دا بم غورځوونکې الوتکې د انګلستان د شاهي هوایي ځواکونو د (Fairford) اډې څخه پورته شوې او د سعودي عربستان او کویټ د جنګي الوتکو سره یو ځای یې د مدیترانیې بحیرې، عربو ټاپو او سرې بحیرې پر سر د روزنې ماموریتونه وکړل او بیرته سیمې ته ستنې شوې.

په منځني ختیځ کې د امریکا د هوایي ځواکونو تر ټولو جګپوړي افسر ډګر جنرال الیکسیوس ګراینکویچ د دې الوتکو د پرواز په هکله په اعلامیې کې ویلي چې متحده ایالاتو او شریکانو ته یې متوجه ګواښونه به بې ځوابه پاتې نشي.

هغه ویلي، " دا ډول ماموریتونه ښیي چې مونږ د خپلو دښمنانو د مخنیوي او د اړتیا په صورت کې ماتې ورکولو لپاره د ځواکونو د یو ځای کولو وړتیا لرو".

سره لدې چې د امریکا مرکزي قوماندانۍ په اعلامیې کې د ایران نوم ندی اخیستی خو واشنګټن څو ځله وروسته تر هغه سیمې ته دا ډول الوتکې واستولې چې د تهران او واشنګټن تر منځ دښمني ډیره شوه.

متحده ایالاتو د همدې روان ۲۰۲۲ کال د جون په میاشت کې هم سیمې ته بي-۵۲ بم غورځوونکي الوتکې استولې وې.

سره لدې چې د متحده ایالاتو پوځ تائید کړې نده خو د اسرائیل پوځ ویلي چې درې (ایف-۱۶) جنګي جیټ الوتکو یې پدې ماموریت کې برخه اخیستې وه.

اسرائیل چې په سیمې کې د ایران سیال دی ویلي چې الوتکو یې د دې هیوا د فضایي هوا څخه نیولې تر فارس خلیجه پورې د امریکا بم غورځوونکي الوتکې بدرګه کولې.

د امریکا د پوځ په مرکزي قوماندانۍ کې تیر کال اسرائیل هم ور ګډ شو او داسې ګمان کیږي چې د ایران پر ضد د همکارۍ له کبله دا کار د مخکني جمهور رئیس ډنالډ ټرمپ لخوا شوی.

د ښاغلي ټرمپ د هغې پریکړې له کبله چې په ۲۰۱۸ کال کې یې خپل هیواد د ایران د اتومي تړون څخه وایست او پدې هیواد یې ټول اقتصادي بندیزونه د سره ولګول، په سیمه کې څو ځله جنجالونه پیدا شوي.

ایران او د نړۍ ځواکمنو هیوادنو چې په ۲۰۱۵ کال کې کومه موافقه لاسلیک کړې وه، پکې د ایران څخه غوښتل شوي و چې د فردو په اتومي بټۍ کې به یوازې د څیړنې او پراختیا اړوند فعالیتونه کیږي او د سنټرفیوژونو څخه به د اتومي فعالیتونو لپاره کار نه اخیستل کیږي.

پدې موافقې کې ایران ته اجازه ورکړل شوې چې یوازې تر ۳.۶۷ فیصدو پورې یورانیم غني کړي خو وروسته تر هغه چې د متحده ایالاتو پخواني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ په ۲۰۱۸ کال کې په یو اړخیزه توګه د دې موافقې څخه امریکا وایستله، ویل کیږي چې ایران د یورانیم د غني کولو کچه آن تر ۶۰ فیصدو پورې پورته کړې.

که یورانیم تر ۹۰ فیصدو پورې غني شي، د اتومي وسلو په جوړولو کې ترې کار اخیستل کیږي

XS
SM
MD
LG