د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا پاکستان ته: که طالبان د نړیوالو غوښتني نه مني مشروعیت مه ورکوئ


د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د طالبانو د بري په هکله د کانګریس د غړیو پوښتنې ځوابولې.
د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د طالبانو د بري په هکله د کانګریس د غړیو پوښتنې ځوابولې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلنکین د پاکستان غوښتي که طالبان د نړیوالو غوښتنې ونه مني، هغوي ته دې مشروعیت نه ورکوي.

ښاغلي بلینکن چې د کانګریس غړیو ته یې په افغانستان کې د طالبانو د بري په هکله پوښتنې ځوابولې، دا اندیښنه ومنله چې پاکستان په افغانستان کې د وسله والو سره همکارې کړې ده.

د کانګریس غړیو هم د پاکستان سره په جدي دریځ غوره کولو تاکید کاوه چې په شل کلنې جګړې کې د متحده ایالاتو "نا ارموونکی" همکار و.

د بهرنیو چارو وزیر د کانګریس د استازو مجلس د بهرنیو اړیکو د جرګه ګۍ غړیو ته وویل، " څه چې مونږ یې غواړو د پاکستان په ګډون د هیوادونو نه دا ټینګار دی چې که د طالبانو په مشرۍ حکومت کوم مشروعیت یا ملاتړ غواړي، د نړیوالې ټولنې توقعات دې پر ځای شي چي د طالبانو نه یي لري "

ښاغلي بلینکن وویل چې په لومړیتوبونو کې د طالبانو هغو کسانو ته اجازه ورکول دي چې غواړي له افغانستان څخه ووځي، د میرمنو، نجونو او اقلیتونو د حقونو درناوی او پدې ژمنې عمل کول چې دا هیواد یو ځل د داسې "ترهګرۍ خوندي ځای نشي چې په بهرنیو هیوادونو برید وکړي."

انتوني بلینکن وویل چې پاکستان باید د اکثریت نړیوالې ټولنې سره د د غوتوقعاتو په پر ځای کیدو کې ځان برابر کاندي.
هغه وویل، " د پاکستان پالیسۍ په ډیرو مواردو کې زمونږ لپاره زیان رسونکې وې او په ځینو مواردو کې زمونږ د ګټو او ملاتړ لپاره وې.

انتوني بلنکین وویل چې پاکستان د حقاني شبکې په ګډون د طالبانو غړیو ته پناه ورکړې.
د استازو په مجلس کې د دیموکرات ګوند یو غړي خواکین کاسترو چې د نورو غړیو په شان یې په پاکستان انتقادونه کول د امریکا په متحده ایالاتو یې غږ وکړ چې پاکستان دې د ناټو د وکاټ نه بهر د ستر متحد حیثیت لیرې کړي. دا حیثیت پاکستان ته د امریکا وسلو ته د لاسرسي امتیاز ورکوي.

د پاکستان استخبارات د طالبانو سره د ۱۹۹۰ لسیزې راهیسې نږدې اړیکې پالي او د ۱۹۹۶ او ۲۰۰۱ کال پورې چې په افغانستان کې د طالبانو واکمني و، د سعودي عربستان او عربي متحده اماراتو تر څنګ د نړۍ دریم هیواد و چې د طالبانو حکومت یې په رسمیت پیژندلی و.
خو د ۲۰۰۱ کال وروسته چې متحده ایالاتو د طالبانو رژیم ړنګ کړ، پاکستان د ترهګرۍ پر ضد جګړې کې ډیر ژر د همکارۍ ټټر وواهه.


XS
SM
MD
LG