د لاس رسي وړ اتصالات

واشنګټن: اوکراین کې د نیول شویو امریکایانو په اړه د روسیې ګواښ 'وحشتناک' دی


امریکایي تبعه اندي هین په یو نامعلوم ځای کې د یو پوځي له خوا لیږدول کیږي
امریکایي تبعه اندي هین په یو نامعلوم ځای کې د یو پوځي له خوا لیږدول کیږي

متحدو ایالتونو د سه شنبې په ورځ جون ۲۱ (غبرګولي ۳۱) د دوو امریکایي اتباعو په وړاندې چې په اوکراین کې د جګړې پرمهال نیول شوي، د روسیې ګواښ "وحشتناک" بللی دی.

روسیې ویلي دغه دوه امریکایان چې په اوکراین کې د روسیي ځواکونو په وړاندې په جګړه کې نیول شوي، ښایي د مرګ په سزا محکوم شي.

د امریکا د ملي امنیت د شورا د اړیکو مسول جان کربي وویل:" دا ویرونکې ده چې په روسیه کې یو دولتي چارواکی هغو دوو امریکایي اتباعو ته چې په اوکراین کې وو د مرګ سزا وړاندیز کوي."

کربي وویل، کرملن په دې څرګندونو سره حد اقل بې پروایي کړېده. هغه زیاته کړه پرته له دې چې د دوو امریکایي اتباعو د احتمالي اعدام په اړه د روسي مقاماتو نیت څه دی او څه پایلې به ولري، د یو ستر قدرت له خوا د دا‌ ډول موضوع مطرح کول، له خبرداري ډک دی.

د فبروري په ۲۴ نیټه پر اوکراین د روسیې د برید له پیل څخه د امریکایانو په ګډون یو شمیر نامعلوم بهرنیان د اوکراین له وسله وال پوځ سره یوځای شوي دي.

د فرانسې خبري‌ آژانس لیکلي، اوکراین د هغو بهرنیانو لپاره چې پوځي تجربه لري او په دواطلب شکل غواړي د هغه هیواد پوځ سره یوځای شي، یوه ډله جوړه کړې ده.

دغه آژانس زیاتوي ډیری هغه کسان چې د جګړې لومړیو کرښو ته استول شوي د مرګ، نیول کیدو او تري تم کیدو راپورونه یې هم ورکړل شوي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سه شنبې په ورځ په اوکراین کې د دویم امریکایي د وژل کیدو پخلی هم وکړ او ویې ویل چې وژل شوی کس ۵۲ کلن ستیفن زابلسکي دی.

یاد وزارت یوځل بیا له امریکایي اتباعو وغوښتل چې له اوکراین څخه لیرې ووسي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو ویاند وویل:"موږ یو ځل بیا ټینګار کوو چې امریکایي اتباع باید د جګړو او د روسیې حکومت د امنیتي چارواکو له خوا د امریکایي اتباعو د هدف ګرځولو له امله اوکراین ته سفر ونکړي."

ښاغلي کربي امریکایانو ته په خطاب کې وویل، په جګړه کې د ګډون پرځای د اوکراین له خلکو سره د مرستې ډیرې نورې لارې چارې شته.

دوه امریکایان الکساندر ډروک او اندي هین چې پخواني پوځیان دي د روانې میاشتې په لومړیو کې د اوکراین په ختیځ کې ونیول شول.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي روسیه باید د ژنیو د کنوانسیون مطابق له داوطلبانو سره انساني چلند وکړي. د ژنیو کنفوانسیون له ټولو جنګي اسیرانو سره ناوړه چلند او اعدام منع کوي.

خو د کرملن ویاند دیمتري پسکوف له ان بي سي نیوز سره په مرکه کې چې د دوشنبې په ورځ خپره شوه، ویلي دي چې امریکان د جګړې سرتیري و او باید د " هغو جرایمو له امله مسول وګڼل شي ‌چې ترسره کړي یې دي."

د سمندري ځواکونو پخوانی غړی ۲۲ کلن ویلي جوزف کانال د لومړي امریکایي په توګه تائید شوی چې د اپریل میاشتې په وروستیو کې د اوکراین په جګړه کې وژل شوی دی.

دریم لادرکه امریکایي د سمندري ځواکونو پخوانی غړی ښودل شوی چې په پوځ کې ۲۰ کاله تجربه لري او سي ان ان د هغه د میرمنې په حواله ویلي دي چې د وروستي ځل لپاره د اپریل میاشتې په وروستیو کې تماس ورسره نیول شوی دی.

دوه بریټانویان او یو مراکشي چې په جګړو کې نیول شوي د اوکراین په ختیځ کې د دونڅک سیمې د چارواکو له خوا چې یاد سیمه د روسیې له خوا د خپلواکې سیمې په توګه په رسمیت پيژندل کیږي، په مرګ محکوم شوي دي.

XS
SM
MD
LG