د لاس رسي وړ اتصالات

په کانګرس د برید پلټنه؛ د دموکراتانو او جمهوريت غوښتونکو اختلاف 


د ۲۰۲۱ د جنورۍ په شپږمه مظاهره کوونکو د کانګرس پر ودانۍ برید وکړ
د ۲۰۲۱ د جنورۍ په شپږمه مظاهره کوونکو د کانګرس پر ودانۍ برید وکړ

ټاکل شوې چې د جمهوريت غوښتونکو ګوند غړي د هغې لایحې مخه ونیسي چې د جنورۍ په شپږمه نېټه د کانګرس په ودانۍ د برید د پلټنې لپاره یو هیئت ټاکي.

دموکراتان غواړي‌ چې دا پلاوی وټاکل شي خو جمهوریت غوښتونکي غواړي د دغه کار مخه نیسي.

ټاکل شوې وه چې په دې مسئلې د پنجنشبې په ورځ په سنا کې رایه اچونه شوې وای، خو په یوې بلې لایحې د بحث د اوږدوالي له کبله دا مسئله نن جمعه مۍ ۲۸ (غبرګولي۷) ته وځنډېده.

د ۲۰۱۲ د جنورۍ په شپږمه نېټه د مخکني ولسمشر یو شمېر پلویانو د کانګرس په ودانۍ برید وکړ چې پنځه تنه پکې ووژل شول او سلګونه نور ونیول شول.

برید داسې مهال وشو چې استازو د ولسمشر جوبایډن بری تائیداوه، ښاغلي ټرمپ او پلویانو یې د ټاکنو پایلې نه منلې.

جمهوریت غوښتونکي‌ هڅه کوي چې په سنا کې د بحثونو او خبرو په اوږدولو سره په دې اړه د دموکراتانو د وړاندیز شوې لایحې مخه ونیسي او له دې لارې پر ګانګرس د برید په اړه د دواړو ګوندونو پلټنو ته لاره هواره کړي.

دموکراتان د دغې لایحې د منلو او جمهوریت غوښتونکو یې د رد لپاره د سنا د ۱۰۰ رایو څخه ۶۰ ته ضرورت لري.

خو داسې ښکاري چې د کانګرس په ودانۍ باندې د برید د پلټنو لپاره د پلاوي ‌د ټاکلو لایحه منظوره نشي، ځکه چې په سنا کې اکثریت جمهوریت غوښتونکي ولسمشر دونالډ ټرمپ‌ ته ژمن دي.

په سنا کې د جمهوریت غوښتونکو د ګوند مشر مېچ مککانل، چې یو مهال یې ویلي ‌وو دونالډ ټرمپ د دغو مظاهرو د پارولو مسئول دی، د دموکراتانو دا لایحه یو سیاسي ‌اقدام بللی دی.

دا لایحه د استازو په خونه کې تصویب شوې ده.‌ د استازو په خونه کې ۴۳۵ غړي‌دي‌چې اکثریت یې دموکراتان دي.

XS
SM
MD
LG