د لاس رسي وړ اتصالات

د ټرمپ مدافع وکیلان د استیضاح محکمې ته دفاعیه وړاندې کړه


د ټرمپ مدافع وکیلانو ویلي چې په یوه ورځ کې دفاعیه وړاندې کوي
د ټرمپ مدافع وکیلانو ویلي چې په یوه ورځ کې دفاعیه وړاندې کوي

د امریکا د متحدو ایالتونو د مخکني ولسمشر دونالډ ټرمپ مدافع وکیلان وايي دوی به په یوه ورځ کې د امریکا په سنا کې د استیضاح محکمې ته د خپل موکل دفاعیه وړاندې کړه.

په خپله دونالډ ټرمپ په محکمه کې حاضر نه دی او مدافع وکیلان یې ترې دفاع کوي. مدافع وکیلانو د جمعې فبروي ۱۲ (سلواغه ۲۴) د خپل موکل په دفاع کې اسناد وړاندې کړل.‌

هغوی ویل چې ښاغلی ټرمپ د جنورۍ په ۶ نېټه د کانګرس په ودانۍ باندې د مظاهره کوونکو د برید مسول نه دی.

سناتورانو دوه ورځې د ښاغلي ټرمپ پر ضد دعوه او شواهد وړاندې کړل. هغه د جنورۍ په شپږمه نېټه د کانګرس په ودانۍ باندې د مظاهره کوونکو له برید سره په تړاو لرلو تورن دی. په دغه برید کې شپږ تنه ووژل شول.‌ سناتوران وايي ښاغلي ټرمپ خلک پارولي وو چې په سوله ییز ډول د واک د انتقال مخه ونیول شي.

په یو غیر معمول اقدام کې تېره ورځ دریو جمهوري‌ غوښتونکو سناتورانو لېندسي ګراهام، تېډکروز او مایک لي د ښاغلي ټرمپ له مدافع وکیلانو سره لیدلي دي.‌

سي ان ان د دونالډ ټرمپ د یو مدافع وکیل ډیویډ سکوین له خولې راپور ورکړی دی چې سناتورانو غوښتل ځانونه ډاډه کړي چې مدافع وکیلان له دغه بهیر سره اشنا دي.

د ښاغلي ټرمپ پر ضد دعوه کوونکو سناتورانو وویل: «ښکاره او له حده زیات شواهد» موجود دي‌ چې تېره میاشت مخکني ‌ولسمشر ټرمپ خلک پارولي او یوه ډله کسان یې استولي چې په سنا کې د جوبایډن د انتخاباتي رایو د تائید د بهیر مخه ونیسي.

سناتور جامي راسکین وویل: « دا یو مهم‌ اصل دی چې امریکا په دموکراسۍ کې هېڅوک هم بغاوت نشي پارولی.» هغه وویل کله چې په کانګرس باندې برید وشو، کړکۍ ماتې شوې او پنځه تنه ووژل شول،‌ مخکني ولسمشر د دغه کړکیچ د ختمولو لپاره «لږ تر لږه په دوو ساعتونو کې هېڅ ‌هم ونکړل. هغه له موږ ټولو سره دوکه وکړه.»

د ټاکنو د درغلیو د بې اساسه ادعاو او نورو اړوندو مسایلو په اړه د ښاغلي‌ټرمپ ټویټونه، د مظاهره کوونکو ځینې لنډې ویدیوګانې هم د شواهدو په توګه وړاندې کړل شول.

خو د ښاغلي ټرمپ مدافع وکیلان وايي چې هغه د کانګرس په ودانۍ باندې د مظاهره کوونکو د برید مسولیت نلري.

د ښاغلي ټرمپ د محکوم کېدو لپاره باید د سنا دوه په درېیمه برخه د هغه پر ضد رایه ورکړي.

سنا ټول۱۰۰غړي لري‌ چې ۵۰یې دموکراتان دي. په دې اساس د ټولو دموکراتانو تر څنګ باید ۱۷جمهوري غوښتونکي هم د ښاغلي ټرمپ پر ضد رایه ورکړي ‌چې هغه محکوم شي.

دونالډ ټرمپ د امریکا په تاریخ کې لومړی ولسمشر دی چې د خپلې ولسمشرۍ په یوې دوره کې دوه ځلې استیضاح کیږي.

XS
SM
MD
LG