د لاس رسي وړ اتصالات

شپږ تنه او یو ایرانی شرکت د امریکا په ټاکنو کې په مداخله تورن شول


د متحده ایالتونو د مالیې وزارت د پنجشنبې په ورځ نومبر ۱۸ (لړم ۲۷) شپږ تنه او یو ایرانی شرکت د امریکا د ۲۰۲۰ کال د جمهوري ریاست په ټاکنو کې د نفوذ د هڅې په تور د بندیزونو په لست کې شامل کړل.

د امریکا د مالیې وزارت په وینا، دغو کسانو چې د ایران د حکومت ملاتړ درلود، د سایبري عملیاتو له لارې د اختلاف د رامنځ ته کیدو او د نومبر میاشتې پر ټاکنو د امریکایانو د باور د کمیدو لپاره هڅه کړیده.

دا کسان تورن دي چې په ټولنیزو رسنیو کې یې ناسم معلومات خپاره کړي، له ګواښه ډک ایمیلیونه یې استولي او د خلکو د باور د کمزوري کیدو لپاره یې یوه جعلي ویډیو خپره کړې وه څو وضعیت داسې وښیي چې کولی شي تقلبي رایه هم صندوق ته واچوي.

د یاد راپور له مخې، د اګست څخه نیولې بیا د نومبر میاشتې پورې د ایران د حکومت په ملاتړ سایبري اعمال ترسره شوي دي. د یادې بیانیې له مخې، ددغو هڅو مشري ایراني سایبري شرکت "ایمن نټ پاسارګاد" پر غاړه درلوده.‌

ایمن نټ پاسارګاډ په خپل پخواني نوم سره چې "نټ پیګرد سماوات" نومیده، د الکترونیکې جګړې د سازمان د ملاتړ او د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د دفاع له امله د امریکا له خوا تحریم شوی وو.

د امریکا د مالیې وزارت، شپږ تحریم شوي ایراني‌ اتباع سید محمد حسین موسي کاظمي، سجاد کاشیان، مصطفي سرمدي، سید مهدي هاشمي طغرلجردي او حسین اکبري نومولي دي.

د امریکا د عدلیې وزارت ددغه هیواد د ټاکنو په اړه د غلطو معلوماتو د خپرولو له امله سید محمد موسي کاظمي او سجاد کاشیان ته اتهام نامې هم جوړې کړي دي.

د متحده ایالتون مالیې وزارت زیاته کړې چې د عدالت لپاره د جایزې پروګرام له مخې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ددغو دوو کسانو د فعالیت په اړه د معلوماتو د ورکولو په بدل کې تر لسو میلیونو ډالرو جایزه په پام کې نیولې ده.

XS
SM
MD
LG