د لاس رسي وړ اتصالات

"امریکا له افغان حکومت نه د ټاکنو ځنډېدو پر غوښتنې غور کوي"


د والسټریټ ژورنال وایي چې د امریکا حکومت په دې غور کوي چې ایا د افغانستان په حکومت د جمهوري ریاست د انتخاباتو د ځنډولو لپاره فشار واچوي او کنه.

والسټریټ ژورنال د «نومبرپر١١» په یوې مقالې کې لیکي چې د ولسمشر ټرمپ اداره د افغانستان پر حکومت د جمهوري ریاست د انتخاباتو د ځنډولو لپاره د فشار په راوستلو غور کوي.

دغه خپرونه لیکي چې د امریکا حکومت دغه څرګندونې د افغانستان په اړه په یوې غونډې کې کړي دي او د غونډې ګډون کونکو د والسټریټ ژورنال سره شریکې کړي.

دغه راپور په داسې وخت کې خپور شوی دی چې د امریکا حکومت کوښښ کوي طالبان د افغانستان د سولې د پروسې په خبرو کې شامل کړي.

ورځپاڼه زیاتوي چې د امریکا د حکومت دغه وروستۍ څرګندونې د دې شاهدي ورکوي چې ولسمشر ټرمپ ژر تر ژره د افغانستان د مسلې د حل لاره لټوي.

ورځپاڼه زیاتوي د امریکا د حکومت د دغو کوښښونو د لړۍ نه یې یوه د افغانستان او عراق لپاره د امریکا د پخواني سفیر زلمي خلیلزاد د افغانستان لپاره د خاص مشاور په توګه ټاکل و.

زلمی خلیلزاد له افغان ولسمشر سره د لیدنې پرمهال
زلمی خلیلزاد له افغان ولسمشر سره د لیدنې پرمهال

زلمی خلیلزاد چې په وروستیو کې یې افغانستان او پاکستان ته سفرونه کړي دي، په جګړې کې د ښکېلو مختلفو خواو سره خبرې کوي.

ورځپاڼه لیکي چې داسي برېښي د افغانستان ولسمشر اشرف غني به د انتخاباتو د ځنډولو سره موافق نه شي ځکه هغه غواړي چې د خپلې ولسمشرۍ موده د نورو پنځو کلونو لپاره وغځوي.

د افغانستان ولسمشر اعلان کړی دی چې د اپریل په میاشت کې به د ولسمشرۍ انتخابات وشي.

ورځپاڼه د امریکا د یوې پخوانۍ ډپلوماتې رابن رافیل له قوله لیکي:"خلیلزاد بېړه کوي." خو وایي چې کله زلمي خلیلزاد دغه وړاندیز په کابل کې وکړ نو د ولسمشر غني او د ملګرو لخوا یې مخالفت وشو.

ورځپاڼه په غونډې کې د یو ګډونکونکې له قوله چې نوم یې نه دی ظاهر شوی، لیکي زلمی خلیلزاد به راتلونکي اونۍ قطر او دوبۍ ته سفر کوي او هلته به د طالب مشرانو سره وویني.

XS
SM
MD
LG