د لاس رسي وړ اتصالات

کروناویروس؛ امریکا کې د اخته کسانو شمیر له دوو میلیونو واوښت


د امریکا په متحده ایالاتو کې په کروناویروس د اخته کسانو شمیر پداسې حال کې له دوو میلیونو کسانو واووښت چې لږ تر لږه ددې هیواد په ۲۰ ایالتونو کې د لګیدلو محدودیتونو د راکمولو او د کارونو د بیرته پیل کیدو وروسته د کووید۱۹ نوې پیښې زیاتې شوي.

د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون د شمیرو له مخې د پنجشنبې د ورځې جون ۱۱ (غبرګولي ۲۲) تر سهاره نژدې ۱۱۳ زره کسان د کروناویروس په وجه مړه شوي دي.

پداسې حال کې چې په امریکا کې د کروناویروس اصلي مرکزونه لکه نیویارک او نیوجرسي ایالتونه د کووید۱۹ ناروغۍ د راکمیدو شاهد دي، په ځینې نورو ایالتونو لکه تکزاس، فلوریدا، اریزونا، ارکنسا او کلیفورنیا کې دغه ناروغي مخ په زیاتیدو ده.

تکزاس لومړنی ایالت و چې د کروناویروس د مخنیوي لپاره لګیدلي محدودیتونه یې لرې کړل او کارونو ته یې بیرته اجازه ورکړه چې په تیرو دریو ورځو کې د کروناویروس د زیاتوالي سره مخامخ شوی دی.

په فلوریدا او اریزونا کې هم ددې ویروس خپریدل چټک شوي او په تیره یوه اونۍ کې په کې د کروناویروس څه دپاسه زر پیښې ثبت شوې دي. د اریزونا ایالت د کم نفوس په پرتله په ورځ کې د زر پیښو ثبتیدل ایالتي او فدرالي روغتیایي مقاماتو ته د خطر زنګ دی.

په تقریبي توګه هره ورځ په متحده ایالاتو کې د ۲۰ زرو او ۲۵ زرو ترمنځ د کرونا نوې پیښې ثبتیږي او د ورځې له ۸۰۰ نه تر ۱۰۰۰ پورې کسان پدې هیواد کې ددې ناروغۍ له کبله مري.

په ګرځیدو باندې د بندیزونو د لرې کیدو وروسته په متحده ایالاتو کې د خلکو تګ راتګ د کروناویروس دمخه حالت په پرتله د دریو نه دوو فیصدو ته رسیدلی دی.

خو بیا هم روغتیایي مسولینو له خلکو غوښتي چې روغتیایي لارښونې مراعت کړي او ماسکونه وتړي.

کروناویروس لومړی ځل د چین په ووهان ښار کې خپور شو او بیا په بېړه له دغه ښار نه ټولې نړۍ ته پراخ شو.

XS
SM
MD
LG