د لاس رسي وړ اتصالات

په هاوانا کې د امریکا سفارت رسماٌ پرانستل شو


ښاغلي کېري وویل " ټوله نړۍ گوري او نن د دواړو هیوادونو لپاره واقعاٌ یوه تاریخي ورځ ده."
ښاغلي کېري وویل " ټوله نړۍ گوري او نن د دواړو هیوادونو لپاره واقعاٌ یوه تاریخي ورځ ده."

د امریکا د باندنیو چارو وزیر جان کېري نن د جمعې په ورځ د کیوبا په پلازمینه هاوانا کې د ځانگړو مراسمو په ترڅ کې د متحده ایالاتو سفارت په رسمي توگه پرانست.

ښاغلي کېري په خپله وینا کې وویل چې په ١٩٦١ کال کې د سړې جگړې په اوج کې په کیوبا کې د امریکا سفارت وتړل شو.

هغه وخت د متحده ایالاتو بیرغ د امریکا د سمندري ځواکونو د دریو سرتیرو په واسطه راټیټ کړای شو او نن هماغو دریو سرتیرو دا بیرغ بیرته پورته کړ او په دې توگه د دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکې عادي شوې.

ښاغلي کېري وویل " نن د دواړو هیوادونو لپاره واقعاٌ یوه تاریخي ورځ ده." زیاته یې کړه چې " مونږ نور دښمنان او رقیبان نه یو."

هغه د امریکا او کیوبا ترمنځ د تاریخي کړکیج په نتیجه کې د اړیکو د شلیدلو په اړه څرگندونې وکړې او ویې ویل چې څه دپاسه نیمه پیړۍ د امریکا او کیوبا اړیکې د سړۍ جگړې په ترڅ کې شلیدلې وې او دادی د اوږدو دیپلوماتیکو هلو ځلو وروسته نن دا اړیکې بیرته عادي حالت ته راگرځي.

هغه د کیوبا د خلکو لپاره د نویو فرصتونو د رامنځ ته کولو خبره هم وکړه او د کیوبایي مشرانو څخه یې وغوښتل چې په هیواد کې دیموکراتیک اصلالحات راولي.

کیوبا تیره میاشت په واشنگټن ډي سي کې خپل سفارت بیرته فعال کړ، خو اوس هم لا څو مسلې پاته دي چې باید د دواړو هېوادونو ترمنځ حل شي.

د کیوبا یو سیاسي فعال انتونیو رودیلس وايي " مونږ په دې باور یو هغه مسایل چې د بشر د حقوقو د ودې سره تړاو لري، د ډیموکراسۍ او د سیاسي بهیر د پرمختګ لپاره ضروري دي، په سمه توګه نه عملي کېږي."

ټاکل شوې چې ښاغلی کېري به د بیرغ د پورته کولو او په رسمي توگه د سفارت د پرانستلو وروسته د سیاسي فعالینو سره خبرې وکړي.

هغه د ټیلیماندو د شبکې سره په مرکې کې د کیوبا د پرمختګ پر توقعاتو خبرې وکړې " مونږ هیله لرو چې د کیوبا حکومت به په خپله پریکړه وکړي چې په لړ کې به یې مسایل تغییر ومومي. اوس زه فکر نه کوم یوه نیمه میاشت دې چې مونږ د سفارتونو په پرانستلو موافقه وکړه، د ۵۴ کلونو سره د مقایسې وړ وي."

د اپریل په میاشت کې د امریکا ولسمشر بارک اوباما وویل چې د کیوبا د ولسمشر راول کاسترو سره یې تاریخي خبرې کیدای شي چې د دواړو هېوادونو په اړیکو کې مهم رول ولوبوي او دواړه هېوادونه بیرته ډیپلوماتیکي اړیکې پیل کړي.

XS
SM
MD
LG