د لاس رسي وړ اتصالات

کروناویروس؛ امریکا او برازیل تر ټولو ډېر ځپل شوي هېوادونه


برازیل د امریکا په متحدو ایالتونو پسې دویم هېواد شو چې کرونا په کې ډېر کسان مړه کړي دي.

برازیل اوس یو د هغو هیوادونو څخه دی چې دغه ویروس په کې په بېړه په خپریدو دی او دا مهال په کې ۸۵۰۰۰۰ کسان په دغه ویروس اخته دي‌ او څه باندې ۴۲۷۰۰ نورمړه شوي دي.

برازیل په تلفاتو کې تر برتانیا هم مخکې شو. بریتانیا بیا د کروناویروس د مړینو له مخې په نړۍ کې درېیم هیواد دی چې ۴۱۷۴۷ کسان په کې مړه شوي دي.

د امریکا متحده ایالات د کروناویروس د ۱۱۵۴۳۶ مړینو په لرلو سره د نړۍ د هیوادونو د لست په سر کې ځای لري.

د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون د معلوماتو له مخې په متحده ایالاتو کې د یکشنبې د ورځې جون ۱۴ (غبرکولي ۲۵) تر سهاره د کروناویروس ۲۰۷۴۵۲۶ مثبتې پیښې ثبت شووي دي.

دا پداسې حال کې دي چې د یوې خوا پدې هیواد کې لا هم د کروناویروس پیښې په زیاتیدو دي او له بلې خوا د امریکا په زیات شمیر ایالتونو کې د اقتصادي او ټولنیزو فعالیتونو د بیرته پرانستلو لړۍ پیل شوې ده.

له بلې خوا د تورپوستي امریکایي جورج فلویډ مړینه ددې سبب شوې چې د امریکا په مختلفو ښارونو کې خلک د پولیسو له خوا د تاوتریخوالي او ناوړه چلند پر ضد لاریونونه وکړي. دغه اعتراضونه ددې سبب شوي چې یو ځل بیا د کروناویروس یو شمېر نوې پیښې رامنځ ته شي.

د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون د شمیرو له مخې په نړۍ کې اوسمهال څه دپاسه اته میلیون کسان په کرونویروس اخته شوي دي او په نړیواله کچه ددې ویروس د مړینو شمیر ۴۳۰۵۳۰ کسانو رسیدلی دی.

خو روسیه بیا د کروناویروس د پیښو د شمیر په اساس په نړۍ کې درېیم ځای لري او تر اوسه په کې څه دپاسه ۵۱۹۰۰۰ کسان پدې ویروس اخته شوي دي، خو د مړینو رسمي شمیر پدې هیواد کې ۶۸۲۹ تنه رپوټ شوی چې د منتقدینو په وینا ښایي د روسیې حکومت د کروناویروس اصلي شمېر نه اعلانوي.

د کروناویروس لومړی ځل د چین د هوبي ولایت په ووهان ښار کې رامنځ ته شو او په چټکه توکه په وبا واوښت او د نړۍ څه دپاسه ۱۸۸ هیوادونو ته خپور شو.

XS
SM
MD
LG