د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا کې ډاکټرانو د کرونا ویروس ضد لومړی واکسین وازمایه


جینیفر هالر یوه رضاکاره وه چې په مټ کې یې د کروناضد واکسین وشړ
جینیفر هالر یوه رضاکاره وه چې په مټ کې یې د کروناضد واکسین وشړ

د امریکا په متحدو ایالتونو کې صحي محققانو د کروناویروس ضد د لومړي واکسین لومړۍ ازموینه وکړه.

د دوشنبې په ورځ (مارچ۱۶) د واشنګټن ایالت د سیاتل د کایزر پرمېننټې واشنګټن په انستیتوت کې ډاکټرانو یوه رضاکاره واکسین کړه. ډاکټرانو د جینفر هالر په مټ کې ستنه ولګوله.

د دوشنبې په ورځ (مارچ۱۶) د واشنګټن ایالت د سیاتل د کایزر پرمېننټې واشنګټن په انستیتوت کې ډاکټرانو یو رضاکار ځوان واکسین کړ. د هغه په مټ کې یې ستنه ولګوله.

د اسوشیتدپرس خبري آژانس خبریال چې هلته و، وايي ‌چې ځینې نور رضاکاره ځوانان هم په لیکو کې ولاړ وو.

اوس د دغه واکسین جانبي‌ عوارض او نتیجه څېړل کیږي. د کایزر پرمېننټي د تحیقاتي ډلې مشرې ډاکټره لیسا جکسن وايي: "هر څو تر خپلې وسې کوښښ‌کوي‌چې په دغه بیړني‌حالت کې یو کار وکړي."

جینیفر هالر چې په خپله خوښه غواړي دا واکسین پرې وازمایل شي ووویل: "موږ ټول داسې فکر کوو چې بې وسه یو. دا زما لپاره یو فوق العاده فرصت دی چې یو څه وکړم."

۴۵رضاکار ځوانان راټول شوي‌ چې دا واکسین پرې وازمایل شي، دوی په کروناویروس اخته نه دي‌ او نه به د واکسین له واکسین وروسته پرې اخته شي، دوی ته په یوې میاشتې کې دوه واکسینونه کیږي.

په امتحاني ډول د دغه واکسین د تطبیقولو هدف دا دی چې جانبي اغیز او عوارض یې ولیدل شي چې بیا اصلي تطبیق ته یې لار پرانیستل شي.

د روغتیا چارواکي وايي چې شاوخوا ۱۸میاشتې وخت اخلي چې د کروناویروس ضد پوره واکسین جوړ شي.

د کروناویروس د خپرېدو له ورځې راهېسې په نړۍ کې بېلابېلې صحي او حکومتي ادارې هلې ځلې کوي چې د دغه ویروس ضد واکسین جوړ کړي.

د کروناویروس چې په لومړي ځل د ۲۰۱۹د ډسمبر په میاشت کې د چین ووهان ایالت کې خپور شو، دا مهال د نړۍ په شاوخوا ۱۳۹هېوادونو ته پراخ شوی.

د روغتیا د نړیوال سازمان د راپور له مخې د کروناویروس تر دوشنبې (مارچ۱۶) پورې ۶۵۲۵کسان مړه کړي او ۱۷۱۴۰۳نور پرې اخته شوي دي.

XS
SM
MD
LG