د لاس رسي وړ اتصالات

ایراني پوځیانو د امریکا بې پیلوټه الوتکه ویشتلې


د ایران انقلابي ګارد چې یواځې د مذهبي رهبر آیت الله خامنه یي نه هدایت اخلي، ویلي چې د پنجشنبې په سهار (جون۲۰) یې د امریکا یوه بې پیلوټه الوتکه ویشتلې ده.

ایرانیان وایې چې الوتکه د هرمزګان په فضا کې روانه وه چې ووېشتل شوه. دغه سیمه د هرمز تنګي ته نږدې ده چې اکثریت نړیوالې تجارتي کشتۍ پرې تګ راتګ کوي. د ایران د انقلابي ګارد قوماندان جنرال حسین سلامي نن وویل ایران له هېڅ هېواد سره د جنګ کولو نیت نه لري خو کاملاً جګړې ته چمتو دي.

دوو امریکايي چارواکو د اسوشیتید پرس خبري آژانس ته ویلي چې الوتکه د هرمز په تنګي کې په نړېواله فضا کې ویشتل شوې ده. د واشنګټن او تهران ترمنځ د شخړې په درشل کې دا لومړی ځل دی چې ایران پر امریکايي اهدافو د برید ادعا کوي. یو امریکايي چارواکي د الوتکې نوعیت MQ-4C ښودلی او ویلي يي دي چې الوتکه د هرمز د تنګي د پاسه روانه وه. د امریکا د مرکزي قوماندانۍ ویاند امریکا غږ ته ویلي چې هېڅ امریکايي الوتکه د ایران په فضا کې نه ګرځېدله.

بلخوا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت کانګرس ته ویلي چې متحده ایالات د ایران سره د جګړې نیت نه لري. دیموکرات وکیلان اندېښنه لري چې د ایران سره مخ په زیاتېدونکې شخړه به د ډانلډ ټرمپ حکومت ته دا پلمه برابره کړي چې پوځي دخالت کړي.

د امریکا د استازو د مجلس دېموکرات غړی تیډ ډویج وایي خبر اوسئ چې کانګرس د ایران سره د جګړې اجازه نه ده ورکړې، بغیر لدې چې ایران مجبوره کړای شي چې د مذاکرو میز ته بیا راشي. د ادارې تګلاره د غلطو محاسبو چانس زیاتوي چې وروسته به متحده ایالتونه او ایران پوځي شخړې ته نور هم نږدې کړي.

او د کانګرس جمهوریت غوښتونکې غړې لیز چيني د حکومت په اقداماتو باور لري او وایي هغه څه چې حکومت یې په اغیزمنه توګه کوي، دقیقاً پر ایران فشار زیاتوي او د حداکثر فشار کمپاین ته دوام ورکوي.

یو شمیر وکیلان وایې چې جمهور رئیس ټرمپ باید د جګړې د اعلان لپاره د کانګرس قانوني واکونو ته درناوي ولري.

XS
SM
MD
LG