د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د ۲۰۲۰ د جمهوري ریاست انتخابات؛ شیبه په شیبه معلومات 

د امریکا د جمهوري ریاست انتخابات نن د سه شنبې په ورځ نومبر درېیمه (لړم ۱۳) پیل شول. ددغو انتخاباتو په هکله تازه خبرونه او رپوټونه د متن، ویدیو او تصویر په بڼه دلته کتلای او لوستلای شئ.

ولسمشر ټرمپ په شمالي دکوتا، اوتا او وایومینګ ایالتونو کې ګټونکی شو. شمالي‌ دکوتا او اوتا ۳-۳ او وایومینګ ۶ انتخاباتي رایې لري. د ښاغلي ټرمپ ټولې انتخاباتي رایې ۹۴ شوې.

په امریکا کې انتخاباتي مرکزونه تړل شوي او نتایج اعلانیږي. برېښنا تحریک له کالفورنیا څخه تازه حال درکوي.

جوبایډن د امریکا په کالفورنیا ایالت کې هم ګټونکی شو او ۵۵ انتخاباتي رایې وګټلې. په اوریګن او واشنګټن ایالت کې هم ګټونکی شو. اوریګن ۷ او واشنګټن ایالت ۱۲ انتخاباتي رایې لري. جوبایډن تر دې دمه ۱۸۸ انتخاباتي رایې لري.

دونالډ ټرمپ د مزوري په ایالت کې ګټونکی شو او دلته یې ۱۰ انتخاباتي رایې وګټلې. دښاغلي ټرمپ ټولې انتخاباتي رایې ۸۲ دي.

نور پورته کول

XS
SM
MD
LG