د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د ۲۰۲۰ د جمهوري ریاست انتخابات؛ شیبه په شیبه معلومات 

د امریکا د جمهوري ریاست انتخابات نن د سه شنبې په ورځ نومبر درېیمه (لړم ۱۳) پیل شول. ددغو انتخاباتو په هکله تازه خبرونه او رپوټونه د متن، ویدیو او تصویر په بڼه دلته کتلای او لوستلای شئ.

جوبایډن د میشیګن ایالت شپاړلس انتخاباتي رایې وګټلې. له دغو رایو سره د بایډن ټولټال انتخاباتي رایې ۲۵۳ شوې. د بایډن سیال او د جمهوري غوښتونکو ګوند کاندید، ډونالډ ټرمپ انتخاباتي رایې ۲۱۳ دي. هر کاندید چې له ۵۳۸ رایو څخه ۲۷۰ انتخاباتي رایې وګټي، د امریکا ولسمشر کیږي.

جو بایډن د وسکانسن ایالت لس انتخاباتي رایې وګټلې. له دغو رایو سره د بایډن ټولټال انتخاباتي رایې ۲۳۷شوې. د جوبایډن سیال او د جمهوري غوښتونکو ګوند کاندید، ډونالډټرمپ انتخاباتي رایې ۲۱۳ شوې. هر کاندید چېله ۵۳۸ رایو څخه۲۷۰ انتخاباتي رایې وګټي،د امریکاولسمشر کیږي. لا هم د شپږو ایالتونو رایې بشپړې شوي نه دي او د رایو شمیرنه دوام لري.

په امریکا کې د جمهوري ریاست د انتخاباتو په اړه د امریکاغږ اشنا تلویزیون ځانګړې خپرونه دلته کتلای شئ

د شمیرل شویو رایو څخه ښکاري چې د کانګرس د استازو په مجلس کې اکثریت دموکراتان د خپلو څوکیو د ساتلو په لور روان دي، خو د څو ایالتونو د نتیجو د ناڅرګندتیا په خاطر د سنا مجلس د څوکیو وضعیت تر اوسه ندی مشخص شوی.

له بلې خوا جمهوري غوښتونکي سناتور مچ مک کانل چې د سنا په مجلس کې د جمهوري غوښتونکو د اکثریت مشر دی د اوم ځل لپاره د سنا غړیتوب ترلاسه کړ او تر راتلونکو شپږو کلونو لپاره به د سنا مجلس کې د کنتکي ایالت سناتور وي.

جمهوري غوښتونکي سناتور مچ مک کانل
جمهوري غوښتونکي سناتور مچ مک کانل

نور پورته کول

XS
SM
MD
LG