د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د ۲۰۲۰ د جمهوري ریاست انتخابات؛ شیبه په شیبه معلومات 

د امریکا د جمهوري ریاست انتخابات نن د سه شنبې په ورځ نومبر درېیمه (لړم ۱۳) پیل شول. ددغو انتخاباتو په هکله تازه خبرونه او رپوټونه د متن، ویدیو او تصویر په بڼه دلته کتلای او لوستلای شئ.

د دموکرات ګوند کاندید، جو بایډن تر دې دمه د جورجیا او پنسلوانیا په ایالتونو کې د ولسمشر‌ډانلډ ټرمپ څخه مخکې دی. بایډن د ټرمپ په پرتله په پنسلوانیا کې ۵۵۸۷ او په جورجیا کې ۱۰۹۷ ډیرې رایې لري.

په دغو ایالتونو کې لا هم د رایو شمیرنه روانه ده او دواړه کاندیدان د ۲۷۰ انتخاباتي رایو لاسته راوړلو لپاره شیبې شماري.

د دموکرات ګوند کاندید، جو بایډن د امریکا د ۲۰۲۰ کال د ولسمشرۍ د ټاکنو ګټلو ته په داسې حال کې نږدې شوی چې د جورجیا او پنسلوانیا په ایالتونو کې د ولسمشر‌ ډونالډ ټرمپ سبقت ورځ‌ تر بلې په کمیدو شوی.

دا مهال د امریکا په څلورو ایالتونو کې د رایو شمیرل ادامه لري چې د همدغو ایالتونو رایې به د ټاکنو د ګټونکي‌ په ټاکلو کې غټ رول ولري.

ښاغلی بایډن د اریزونا او نوادا ایالت کې ولسشمر ټرمپ څخه ډیرې رایې لري او د پنسلوانیا په ایالت کې د ولسمشر سبقت تر ۱۸ زرو پورې ټیټ شوی.

همداراز تر دې دمه د جورجیا په ایالت کې ښاغلی بایډن له ولسشمر ټرمپ څخه ۹۱۷ ډیرې رایې لري او لا هم د رایو شمیرنه دوام لري.‌

د امریکا د جمهوري ریاست د ټاکنو وروستی حال سمیع الله جلالزی دلاویر ایالت له ولمنګټن ښار څخه وړاندې کوي:

تر اوسه د امریکا په شپږو ایالتونو – الاسکا، اریزونا، نوادا، جورجیا، شمالي کارولینا او پنسلوانیا – کې د انتخاباتو نتیجې ندي بشپړې شوي.

الاسکا درې، اریزونا ۱۱، نوادا شپږ، جورجیا ۱۶، شمالي کارولینا ۱۵ او پنسلوانیا ۲۰ انتخاباتي رای لري.

نور پورته کول

XS
SM
MD
LG