د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د ۲۰۲۰ د جمهوري ریاست انتخابات؛ شیبه په شیبه معلومات 

د امریکا د جمهوري ریاست انتخابات نن د سه شنبې په ورځ نومبر درېیمه (لړم ۱۳) پیل شول. ددغو انتخاباتو په هکله تازه خبرونه او رپوټونه د متن، ویدیو او تصویر په بڼه دلته کتلای او لوستلای شئ.

د امریکا د انتخاباتو په ورځ د فیسبوک او ټویټر شبکو یو شمېر خبري حسابونه او پاڼې بندې کړې. دا شبکې وايي چې دا پاڼې تازه جوړې شوې وې او د پالیسۍ خلاف یې د ټاکنو په اړه معلومات خپرول. د ټویټر اداره وايي چې ځینې تړل شوي حسابونه داسې وو چې یو ډول معلومات به یې خپرول او ځانونه یې هم مستقل ګڼل. په ټویټر کې یو تړل شوی حساب ۷۸زره مینه لرل او ۱۰زره یې تېره اونۍ د دغه حساب مینه وال شوي.

د امریکا په سیاسي بدلونونو کې د افغاني الاصله امریکایانو حضور دا ځل تود او فعاله ښکاري. وحید فیضي د جمهوري ریاست ټاکنو د بهیر او د افغان رایه ورکوونکو په اړه رپوټ برابر کړی دی.

د امریکا په ټاکنو کې افغانان هم رایه ورکوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:06 0:00

د امریکا په ځینو ایالتونو کې انتخاباتي‌مرکزونه تړل شوي دي.

د نتایجو په اساس دونالډ ټرمپ تر دې دمه د انډیانا او کانټکي په ایالتونو کې او جوبایډن د وېرمانټ په ایالت کې مخکې دي.

د نتایجو په اساس جوبایډن د ماسه چوسیت ایالت کې ګټونکی دی او ۱۱ انتخاباتي رایې ګټلي دي

نور پورته کول

XS
SM
MD
LG