د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د ۲۰۲۰ د جمهوري ریاست انتخابات؛ شیبه په شیبه معلومات 

د امریکا د جمهوري ریاست انتخابات نن د سه شنبې په ورځ نومبر درېیمه (لړم ۱۳) پیل شول. ددغو انتخاباتو په هکله تازه خبرونه او رپوټونه د متن، ویدیو او تصویر په بڼه دلته کتلای او لوستلای شئ.

د نتایجو په اساس دونالډ ټرمپ د اوکلاهاما په ایالت کې ګټونکی دی او ۷ انتخاباتي رایې یې ګټلي‌دي.

د امریکا په ځینو ایالتونو کې انتخاباتي مرکزونه تړل شوي‌ او انتخاباتي‌ رایې اعلان شوي‌دي. نور جزیات دلته وګورئ:

تر دې دمه په ځینو ایالتونو کې انتخاباتي رایې اعلان شوي دي چې ولسمشر ټرمپ ۲۷ انتخاباتي رایې ګټلي او جوبایډن ۱۷ انتخاباتي رایې ګټلي دي. هر کاندید چې ۲۷۰ انتخاباتي‌رایې وګټلي، ولسمشر ټاکل کیږي.

د نتایجو په اساس جوبایډن د مریلنډ ایالت کې هم ګټونکی شو او ۱۰ انتخاباتي رایې یې وګټلې.

نور پورته کول

XS
SM
MD
LG