د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د ۲۰۲۰ د جمهوري ریاست انتخابات؛ شیبه په شیبه معلومات 

د امریکا د جمهوري ریاست انتخابات نن د سه شنبې په ورځ نومبر درېیمه (لړم ۱۳) پیل شول. ددغو انتخاباتو په هکله تازه خبرونه او رپوټونه د متن، ویدیو او تصویر په بڼه دلته کتلای او لوستلای شئ.

جوبایډن د نیویارک او نیوجرسي په ایالتونو کې هم ګټونکی شو.د نیویارک ایالت ۲۹ انتخاباتي‌رایې لري او د نیوجرسي ایالت ۱۴ انتخاباتي رایې لري.

تر دې دمه جوبایډن ۷۰ انتخاباتي رایې ګټلې او دونالډ ټرمپ ۲۹ انتخاباتي ‌رایې ګټلي دي. هر کاندید چې ۲۷۰ انتخاباتي رایې وګټلې، د جمهوري ریاست ګتونکی کیږي.

جوبایډن په واشنګټن ډي سي کې هم ګټونکی شو او د دې ځای ۳انتخاباتي رایې هم وګټلې.

د امریکا غږ د انتخاباتو اړوند معلومات د موثقو سرچینو په اساس خپروي. د امریکا غږ د معلوماتو په اساس تر دې دمه د دموکرات کاندید جوبایډن ۷۳ او د جمهوري غوښتونکو کاندید دونالډ ټرمپ ۲۶ انتخاباتي رایې ګټلې دي. د نورو ایالتونو نتایج هم را روان دي. هر کاندید چې ۲۷ انتخاباتي رایې وګټلې، ولسمشر ټاکل کیږي.

نور پورته کول

XS
SM
MD
LG